افغان پانګوال میرویس عزیزي وايي، افغانستان کې د سرطان درملنې روغتون جوړوي

میرویس عزیزي

افغان پانګوال میرویس عزیزي وايي غواړي افغانستان کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو پرمختللی روغتون، زېږنتون او د یتیمانو لپاره یو پالنځی جوړ کړي.

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیز چې متحده عربي اماراتو کې یو له لویو پانګوال دی له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې افغانستان کې د خپلو مرستندویه کارونو په اړه غږیدلی.

عزیزي ګروپ تېره روژه میاشت کې له بې وزلو سره د مرستې لپاره د متحده عربي اماراتو د دولت له یوه پروګرام سره د سل میلیونه درهمو مرسته وکړه چې شاوخوا ۲۹ میلیونه ډالره کېږي.

د بي بي سي خبریال له نوموړي وپوښتل چې ډېرو تمه لرله چې داسې مرسته به افغانستان کې بې وزلو سره وکړي، ښاغلي عزیزي افغانستان کې له بې وزلو سره د خپلو کړو مرستو ته په اشارې سره وویل چې افغانستان کې د خیر ښیګڼې کارونو لپاره یې سل میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.

هغه وویل: ''زه افغانستان کې یو پروګرام لرم ، همدا اوس زموږ ډیزاینران پر هغه کار کوي، زه کابل ښار کې ۳۵۰ جریبه ځمکه لرم چې د طالبانو له راتګ وړاندې مې په ۲۵ میلیونه ډالر اخیستې وه، موږ غوښتل هلته ښارګوټی جوړ کړو، خو اوس هلته ښارګوټی نه جوړوو، زه غواړم هلته د سرطاني ناروغیو یو پرمختللی روغتون جوړ کړم چې د ناروغانو درملنه به پکې وړیا وي، زیږنتون او د یتیم پالنې مرکز چې لس زره یتیمان به په کې زدکړه کوي روغتیايي او نور خدمات به لري، هم جوړوم. د دې درې پروژو لپاره مې سل میلیونه ډالر بیل کړي، نو افغانستان مې له یاده نه دی وتلی. ''

افغانستان کې د سرطاني ناروغیو درملنې لپاره روغتون نشته او دې برخه کې شته خدمات په نشت حساب دي. دوه کاله وړاندې د افغانستان له سرطان سره د مبارزې بنسټ د بورډ مشرې نسرین اوریاخېل ویلي وو، د درملنې د امکاناتو او کافي معلوماتو نشتوالي له امله افغانستان کې د سرطان ۷۵ سلنه ناروغان مړه کېږي.

نوموړې د روغتیا نړیوال سازمان په حواله وویل هر کال افغانستان کې شل زره کسان په سرطان اخته کېږي چې ۱۵ زره پکې مړه کېږي.

په افغانستان کې تر ټولو ډېر د تیو سرطان دی، ورپسې د معدې سرطان دی چې ډېر کسان پرې اخته کېږي.

میرویس عزیزي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، میرویس عزیزي په افغانستان کې د بانکدارۍ پر وضعیت هم خبرې کړې.

ښاغلی عزیزي په دې مرکه کې افغانستان کې د بانکونو پروضعیت هم غږېدلی او وايي، راتلونکو څو میاشتو کې به پر خلکو خپلې امانتې پیسې وسپاري.

''زه د عزیزي بانک او اسلامي بانک د ونډه وال په توګه خپلو ټولو مشتریانو سره ژمنه کوم چې د هیڅ یوه مشتري یو ډالر او یوه افغانۍ به هم بانک کې نه پاتې کېږي او نه به تلف کېږي. دا خبره زه په ویاړ او جګه غاړه کوم. راتلونکو درې څلورو میاشتو کې به له بانکه د پیسو را ویستلو لپاره هیڅ محدودیت نه وي. که یو میلیون ډالر وي یو میلیون اخیستی شي او که یو ډالر وي یو ډالر اخیستی شي. ''

دوه کاله وړاندې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان له یو لړ بانکي محدودیتونو سره مخامخ شو، ښاغلی عزیزي وايي د طالبانو د واکمنۍ پيل کې له بانکونو د پیسو پر راویستلو لګول شوي محدودیت د بانکونو ژغورلو کې مرسته وکړه.