په افغانستان کې سرطان څومره لويه او وژونکې ناروغي ده؟
د فبرورۍ څلورمه د سرطان نړیواله ورځ ده. د افغانستان د روغتیا وزارت د ۲۰۱۶م کال په وروستیو کې اعلان کړی و چې هرکال په افغانستان کې د سرطان په بیلابېلو ډولونو ۲۰ زره تنه اخته کېږي.
۳۵۰۰ مېرمنې د تي سرطان لري چې نیمايي یې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
سپين تڼي د عامې روغتیا وزارت د سرطان د کنترول مرکز له همغږي ډاکتر میهن عبدالله پوښتلي چې په ا فغانستان کې سرطان څومره لویه او وژونکې ناروغي ده؟