تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده ویلي د اسلام پر سر به هېڅ جوړ جاړی و نه کړي
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده ویلي، د اسلام پر سر به له هیچا سره جوړ، جاړی نه کوي او په خبره یې چې یو کفري قانون به هم په افغانستان کې ځای پیدا نه کړي.
ښاغلي اخند زاده د کوچني اختر په مناسبت ده ته منسوب یوه وینا کې په دې هېواد کې د داسې یوه اسلامي حکومت جوړول د مسلمانانو دنده بللې، چې په خبره یې پر مظلومانو رحم او پرظالمانو قهر وکړي، د مسلمانانو امنیت و ساتي، د هغوی شرعي حقوق ور کړي، شرعي حدود جاري کړي او عدالت پرځای کړي.
هغه افغانستان کې اوسنی نظام د الله لوی نعمت وباله او له خلکو یې وغوښتل چې ترشاه یې ودریږي.
خو د هغه په دې پیغام کې د افغان ښځو کار او نجونو د زده کړې حق ورکولو مسالې ته هیڅ ډول اشاره نه ده شوې، هغه څه چې په هېواد کې دننه او بهر پر دوی د سختو نیوکو سبب شوې.
د طالبانو رهبر ملا هبت الله اخونزاده په دغه غږیز پیغام کې په ټولیز ډول د یو اسلامي حکومت تر چتر لاندې پر سیاست، ټولنه، د امیر او جماعت په تړاو خبري کړي؛ هغه یې ضروري بللي او دندې یې ور مشخصې کړې دي.
که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا په عام محضر کې د قصاص او درو وهلو لړۍ په هېواد کې دننه او بهر له سختو نیوکو سره مخامخ شوې، خو د طالبانو رهبر په خپله دغه اختریزه وینا کې ویلي، هغسې چې روژه فرض ده قصاص او لاس پرېکول هم فرض دي:
''لکه روژه چې فرض ده، قصاص هم فرض دی، که یو څوک قصداً بل څوک قتل کړي، د دې قاتل قصاص فرض دی. ''
د طالبانو مشر وايي، د مسلمانانو پر ټولنه دا فرض ده، چې د ظالم لاس باید وتړي، چې نور ظلم و نه کړي او قاتل باید قصاص شي.
ملا هبت الله وايي، دا هم د الله تعالی امر دی، چې د غله له نیولو وروسته باید د هغه لاس غوڅ شي.
د طالبانو رهبر د ولایتونو په کچ له ټولو چارواکو وغوښتل چې کله شرعي فرمان ور رسېږي، نو باید سملاسي یې پلی کړي او که کله یې و انګېرله چې فرمان یې له اسلامي اوامرو خلاف دی، له پلي کولو دې یې ډده وکړي:
''زما حکم هغه وخت قابل اعتبار دی، چې له شریعت سره موافق وي، که له شریعت سره مخالف وي، بیا د هېچا اطاعت نه شته. ''
دا په داسې حال کې چې د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني وړمه ورځ پخپل اختریز پیغام کې ادعا کړې وه چې پر افغانستان د طالبانو پر حاکمیت کې له عدالت څخه محروم شوي او طالبان نه شي کولی له خپل ځپونکي حاکمیت څخه انکار وکړي.
مولوي هبت الله اخوندزاده پخپل پیغام کې وویل، له ټولنې باید د منکراتو لمن ټوله شي او دغسې یو څه ته پای ورکول پر حکومت فرض دي.
هغه پخپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې به د ده په ټکو یو کفري قانون هم پرېنږدي او زیاته یې کړه چې دا یې له الله تعالی سره یوه وعده ده.
که څه هم ښاغلي غني پخپل اختریز پیغام کې د طالبانو په حاکمیت کې د قومي بې اتفاقۍ په اړه خبرداری ور کړ او ویې ویل هېواد د ناارامۍ پر لور روان دی، خو مولوي هبت الله په پرونۍ اختریزه وینا کې وویل، افغانان پرې ګران دي او هر ځوان ته یې د خپل زوی په سترګه ګوري.
ملا هبت الله د خبرو په دوام ویلي، کله چې په قطر کې له امریکایانو سره د سولې خبرې پیل شوې، نو په دې فکر شوم چې امریکایان ځي، خو موږ له افغانانو سره ولې وجنګېږو چې د ده په ټکو کافران پرې خوشحاله شي.
هبت الله اخوندزاده پخپله دې نیم ساعته اختریزه وینا کې د ښځو د حقونو، په ځانګړي ډول د زدکړې، کار او عام ژوند په اړه هیڅ یادونه ونه کړه او له پیله تر پایه یې خپل مخاطبان د "وروڼو" په نامه یادول.
کابو ټوله اسلامي نړۍ زدکړې د ښځو اسلامي حق بولي، خو د چارو شنونکي وايي، د طالبانو په حکومت کې د ښځو دغه حق له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دی.