د کوچني اختر لومړۍ ورځ؛ په اختریز پیغام کې د طالبانو پر حکومت د مخکیني افغان ولسمشر اشرف غني سختې نیوکې

    • Author, سید ولي ناصر
    • دنده, بي بي سي

بېګا د سعودي پر پله د نړۍ په ګڼو هېوادو کې نن جُمعه د کمکي اختر لومړۍ ورځ اعلان شوه او ګڼو نړیوالو مشرانو یې په تړاو سملاسي د مبارکۍ پیغامونه خپاره کړل.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد، بېګا د یوې خبرپاڼې په خپرولو وویل، چې په بېلابېلو ولایتونو کې د شوال میاشتې تر لیدل کېدو وروسته یې سترې محکمې نن اختر اعلان کړی دی.

مخکيني افغان ولسمشر، محمد اشرف غني، د اختر د مبارکۍ په پیغام کې د طالبانو د حکومت وروستیو تګلارو ته په اشارې پر هغوی سختې نیوکې کړې او تور یې پرې پورې کړی، چې هېواد یې د زور زیاتي او له نړۍ د ګوښه کېدنې خوا ته روان کړی دی.

یوه بل پخواني ولسمشر، حامد کرزي، په اختریز پیغام کې د افغان کړکېچ د اواري لپاره پر ملي کچ پر خبرو اترو ټینګار کړی او د طالبانو پر حکومت یې غږ کړی، چې د افغانستان ټولو وګړو ته د پوهنې حق ورکړي.

د طالبانو حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په دې تړاو بي بي سي ته استولي پیغام کې ویلي، د سترې محکمې د حکم پر بنسټ په ټول هېواد کې د جمعې ورځ د اختر لومړۍ ورځ ده.

پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني پخپل اختریز پیغام کې د اختر مبارکۍ ترڅنګ ویلي، طالبانو د دین په نامه خلک یرغمل کړي او پر اسلامي نړۍ یې غږ کړی چې له افغانانو سره یو ځای د طالبانو پر وړاندې ودرېږي.

ښاغلي غني خبرداری ور کړی چې هېواد یې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانانو ملي هویت له بېلابېلو خواوو تر حملي لاندې دی.

هغه پر افغانستان د طالبانو حاکمیت ته په اشارې ویلي، ''زموږ یوه بله روژه په مبهمه واکمنۍ کې په ملي اندېښنو تېره شوه.

ښاغلي غني پخپل پیغام کې د ده په ټکیو طالبانو ته د پښتنو نسبت کارول یوه تېروتنه ګڼلې او ویلي دي چې طالبان پښتو وايي، خو پښتو نه کوي.

نوموړی د طالبانو حکومت له خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو لګولی بندیز د پښتنو او نورو قومونو کلتوري ارزښت ته منسوبول تهمت بللی دی.

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په خپله وینا کې د سولې خبرو يادونه هم کړې ده او ويلې يې دي: "موږ څلور کاله مخکې د باعزته سولې چوکاټ وړاندې کړ، که په هغه اساس له شرطونو پرته ملې خبرې شوې وای او په ګډه د حکومت بڼه ټاکل شوې وای، نن د به دا مشکلات نه وو."

نوموړي زياته کړې: "فرصت کاملا له لاسه نه دی وتلی، بايد بېرته هماغه چوکاټ ته ستانه شو او د ملت د ګټو له مخې حقيقي ملي سوله راولو چې پر عدالت او مساوات ولاړه وي."

په ورته مهال د افغانستان بل پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پخپل اختریز پیغام کې ویلي، که افغان ښځې او نجونې زدکړې وکړي، افغانستان د بهرنیانو له احتیاج څخه خلاصېدای شي.

هغه ویلي، د طالبانو له سرپرست حکومته غواړي، د پرمختللي، خپلواک او پر ځان بسیا افغانستان لپاره ژر تر ژره د ښځو او نجونو پر وړاندې د پوهنتونو او ښوونځیو دروازې پرانیزي او کارځایونو ته د ښځو د تلو لار هواره کړي.

ښاغلي کرزي همداراز ویلي، په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د ملي خبرو اترو پر ژر پیل ټینګار کوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت خپل رهبر مولوي هبت الله اخوندزاده ته منسوب پیغام له څو ورځې وړاندې خپور کړی و.

د طالبانو د رهبر په پیغام کې راغلي چې پر افغانستان یې له بیا ځل واکمنۍ راهیسې په بېلابېلو برخو کې اصلاحي کارونه شوي او د اشغال فکري او اخلاقي ناوړه اغېزې د پای ته رسېدو په حال کې دي.