تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د یوناما مشره: طالبان د نړیوالو اندېښنې بابېزه ګڼي او افغانانو ته زیان اړوي
روزا اوتونبایوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته په وینا کې ویلي، طالبان د نړیوالې ټولنې اندېښنو ته غوږ نه ږدي او دا چې په افغانستان کې پر مېرمنو لګېدلي بندیزونه دغه هېواد کې له اړمنو خلکو سره د نړیوالې ټولنې پر مرستو اغېز کولای شي.
تېره ورځ/چهارشنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مارچ اتمې یا د ښځو پیوستون نړیوالې ورځې په مناسب دغه غونډه رابللې وه.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یاده غونډه کې پر افغانستان د بحث مهم ټکي بشري حقونه، د سیاسي حل لارو لټون او پر ناورین د ورګډو افغانانو د لاس نیوي لپاره د نړۍ پام ډېرولو غوښتنې وې.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما مشرې روزا اوتونبایوا غونډې ته د خبرو پر مهال له یوه سره ګڼې اندېښنې راپورته کړې چې باور دی افغانستان له ډېر کړاو سره پرې مخ کېدلی شي.
نوموړې وویل " طالبان د بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو د حقونو پلې کېدا ته ژمن نه دي، او خپلسري ډول پرېکړې کوي، د نړیوالو اصولو پر وړاندې د طالبانو واکمني بیخي بې پروا ده او هغه ډول پرېکړې کوي څه چې د دوی د مشرانو خوښه وي."
هغې وویل یوناما ته معلومه شوې چې د طالبانو د حکومت او په ټوله کې د غورځنګ ټول غړي یې د مشرتابه پر دغو پرېکړو خوښ نه دي.
د مېرمنو روزا اوتونبایوا په ټکو دا خلک چې د خپل مشرتابه له پرېکړو سره همغاړي نه دي پوهېږي چې د ولس رېښتینو غوښتنو ته باید ځواب وویل شي.
د یوناما مشرې زیاته کړه:" طالبان ددې ادعا کوي چې هېواد یې له وېشل کېدو ژغورلی خو په اصل کې همدوی دي چې افغانه ټولنه یې په جنسیتي ډول د ښځو او نارینه په نومونو وېشلي ده."
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما مشرې روزا اوتونبایوا دې غونډې ته ویلي د سیاسي جوړ جاړي لپاره شته فرصتونه باید له لاسه ورنه کړل شي، او د هغې په وینا د یوه ټول ګډوني نظام جوړولو لپاره باید کار وشي.
هغه وایي ددې حالت اغېز نېغ په نېغه په عامو بې وزله افغانانو دی چې هغوی ته یې د مرستې رسونې چارې ټکنۍ کړې
د ملګرو ملتونو استازې وایي پر مېرمنو شاوخوا څلویښت لیکلي او نا لیکلي بندیزونه یا فرمانونو ډېرې نړیوالې موسسې له خپلو کارونو راګرځولې دي.
همدې غونډې ته د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فاېق طالبان تورن کړل چې په تېر نږدې یو نیم کال واکمنۍ کې د افغانستان له خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو ټول لومړني حقونه اخیستي.
د نوموړي په ټکو " افغانستان دا مهال په تیارو کې ډوب شوی، خلک له بې ساري غربت سره مخ دي، کار نشته، لومړني خدمتونه په ټپه ولاړ دی او د پرمختګ هېڅ څرک نه لګېږي."
ښاغلي فایق طالبان تورن کړل چې غچ وژنې کوي او د پخواني پوځ او نورو وسله والو ځواکونو کسان په بې رحمۍ وژني او کړوي یې.
هغه وویل نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې دننه او بهر نړۍ کې د هغو بنسټونو او خورورو هڅو ملاتړ وکړي چې غواړي ولسواک ارزښتونه په افغانه ټولنه کې د ځپل کېدو او ډېر زیان له ګواښه وژغوري.