د طالبانو لوړو زدکړو وزیر؛ "دا بې انصافي ده چې مونږ له ښځو سره په دښمنۍ تورنېږو"

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو چارسمبالی وزیر وایې چې د نجونو او ښځو تحصیل په اړه د مطلق بندیدو خبره نده شوې بلکې دا بهیر یوازې تر امر ثاني ځنډول شوی.

ندامحمد ندیم چې (سې شنبه د مارچ ۷مه) یې د افتا او قضا څخه د محصلینو د فراغت یوې غونډې ته خبرې کولې وویل " یوه خاصه خبره چې رسنۍ ورته متوجې دي او پرې ډېر متمرکز دی هغه د اناثو د تحصیل مسله ده، پدې مسله کې له لومړۍ سره د مطلق بندیدو خبره نده شوې، د امر ثانې خبره شوې، خو دا بې انصافي نه ده پکار چې پدې اړه د افغانستان شرایطو او وضعیت ته خلک نه ګوري او ذهنیتونه خرابوي."

هغه د نجونو پر مخ د پوهنتونو او ښوونځيو دروازو کله پرانېستل کېدو یا مهلت په اړه څه ونه ویل خو ټینګار یې وکړ چې پدې برخه کې به هیڅ داسې فرمایش ونه مني چې د افغانستان کلتور او دین اجازه نه ورکوي.

ندامحمد ندیم ټینګار وکړ "افغان خویندو، میندو او لوڼو ته هیڅ غلط فکر نه لرو او د ټولو عزت ورته ډېر مهم دی."

هغه همدا راز وویل دا به د خلکو بې انصافي وي چې مونږ د ښځو سره په دښمنۍ تورنوي.

د طالبانو د لوړزدکړو وزیر داسې مهال دا سپیناوی ورکوي چې له ژمنیو رخصتیو وروسته پرون (دوشنبه) له نجونو محصلینو پرته یوازې د هلکانو لپاره د سړو سیمو پوهنتونه پرانېستل شول.

طالبانو تېره دېسمبر میاشت داسې مهال چې په ډېرو پوهنتونونو کې وروستۍ ازموینې روانې وې یوناڅاپه پوهنتونونو ته د نجونو ورتګ بند کړ.

د طالبانو لوړو زدکړو وزیر هغه مهال ویلي و، په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړو د بندیز پرېکړه یې "د منکراتو مخنیوي" او د "شریعت د پلي کېدو" په موخه کړې ده.

له ژمنیو رخصتیو وروسته د پوهنتونونو د بیا پیل په اعلان کې هم طالبانو یوازې هلکان پوهنتونونو ته وربللي وو، هغه اعلان چې د ګڼو نجونو زدکونکو لپاره ډېر ناهیلې کونکی دی.

'امرثاني' او غبرګونونه

د پوهنتون څو نجونو له بي بي سي سره خبرو کې د طالبانو دا اعلانونه غولوونکي بللي او په وینا یې طالبان په ټوله کې نه غواړي نجونې دې زدکړې او کار وکړي.

د حسینې په 'مستعار' نامه د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي یوې محصلې له بي بي سي سره خبرو کې وویل " طالبان پر خپلو دروغجنو ژمنو مونږ خطا باسي او مونږ د دوی پر ژمنو خپل ځان."

نوموړي زیاته کړه "دا حالت ډېر ځوروونکی دی، مونږ باید پخوا پر دې قانع شوي وای چې طالبان هېڅکله نه غواړي چې افغانې نجونې دې زدکړو ته لاړې شي."

په کور د ننه له ګڼو نېوکو او غوښتنو ور ها خوا نړیوالې ټولنې هم پر طالبانو له دې کبله نیوکې کړي چې د نجونو پر مخ یې د زدکړو مرکزونه تړلي او په وینا یې په راتلونکي کې یې د پیل څه څرک هم نه لګي.

د افغانستان لپاره د اروپایې ټولنې ځانګړي استازې همدا تېره یکشنبه په کابل کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل " افغانستان ته د سفر پر مهال یې له بېلابېلو طالب چارواکو سره د نجونو د تحصیل او بشري حقونو موضوع راپورته کړه خو په راروان ښوونیز کال کې د نجونو پر مخ د ټولګیو د پرانېستې هیڅ عملي ژمنه ورنکړل شوه."

طالبانو بیا بیا ویلي چې د نجونو پر مخ یې د کار او زدکړو دروازې تر سمو شرایطو برابریدو او نویو تګلارو تر جوړولو تړلي ، هغه تګلارې چې د واکمنۍ له پیله یې بیا تر اوسه پر جوړیدو نه دي سلا شوي.