د جمهوریت له پخوانیو جنرالانو سره د طالبانو د دفاع وزیر کتنه

د عکس سرچینه، MOD
د طالبانو حکومت دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد د جمهوري دولت له ځینو پخوانیو جنرالانو سره په کابل کې کتلي دي.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې په دغه کتنه کې "ډګر جنرال افضل امان، ډګر جنرال محمد زمان احمدزی تورنجنرال شعورګل، تورنجنرال نبي الله، برید جنرال فرید، ډګروال افندي، ګڼ شمیر نورو جنرالانو او دقول اردو قومندانانو ګډون درلود."
په دغه ناسته کې ځینو پخوانیو جنرالانو په افغان پوځ کې مهمې دندې درلودې چې یو شمېر یې وروسته تقاعد شول.
د افغان پوځ دغو پخوانیو جنرالانو ته د طالبانو دفاع وزیر یعقوب مجاهد په خبرو کې وايي "زموږ هدف یوازې په افغانستان کې امن او د ارضي تمامیت ساتنه او دفاع ده. تېرو څلوېښتو کلونو ستونزو او یرغلونو هر څه رانه ورک کړل. اوس په نوې اراده هڅه کوو چې په هر قېمت وي، د دې اسلامي نظام او اسلامي هېواد ساتنه وکړو."
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ سره د دغه هېواد پوځ یو ځل بیا ړنګ شو او زرګونه سرتیري یې له افغانستانه ووتل.
د افغانستان د پخواني پوځ پر جوړېدو میلیاردونه ډالره پانګونه شوې وه چې د جمهوریت له پرځېدو سره یې هر څه له منځه ولاړل.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
طالب چارواکو څه مواده وړاندې ویلي وو چې د خپلې اردو د جوړېدو چارې یې نژدې بشپړې کړې چې څه نا څه ۱۵۰ زره غړي به ولري.
که څه هم طالبانو د پيلوټانو په ګډون په ځینو تخنیکي برخو کې د پخواني پوځ ځینې کسان د دندو لپاره ورغوښتي دي، خو له لویه سره یې خپل پخواني "وسله وال طالبان" په اردو کې ګومارلي دي.
د ۲۰۲۱ په اګست کې طالبانو واک ته رسېدو وروسته، د پوځ د ټولو قول اردوګانو نومونه واړول او عربي نومونه یې پرې کېښودل.
د طالبانو دفاع وزارت د قول اردوګانو لپاره د "خالد ابن ولید، منصوري، البدر، الفاروق، الفتح، عزم او عمري" نومونه وټاکل چې مخکې د وسله والو طالبانو بېلا بېلو ډلو لپاره ټاکل شوي نومونه وو.

د عکس سرچینه، EPA
د جمهوریت پرمهال د افغان پوځ په جوړښت کې هره قول اردو له دريو فرقو جوړه وه چې د هېواد په اتو زونونو کې پرتې وې.
په افغانستان کې عصري اردو نژدې سل کاله وړاندې د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال په ۱۹۱۹ کال کې د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته جوړه شوه او بيا په ۱۹۶۰، ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ کلونو کې په نورو پرمختللو وسلو سمبال شوه.










