د افغان پوځ پخوانی قومندان؛ د ملي پوځ مخکېني سرتېري د "اوکرایین جګړې ته ګومارل کېږي"

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د افغانستان په مخکېني حکومت کې د افغان ملي پوځ یو لوړ پوړی قوماندان وايي، لا هم د روسیې له خوا د اوکرایین جګړې لپاره د پوځ پخواني سرتېري استخدامیږي.
د ځانګړو عملیاتو د قول اردو پخواني قوماندان جنرال فرید احمدي بي بي سي ته ویلي، آن د ملي اردو ځینو جنرالانو ته چې له هېواد بهر دي بلنه ورکړل شوې چې اوکرایین کې د روسیې د سرتیرو په ملاتړ جګړه وکړي.
د تېر حکومت د ځانګړو افغان ځواکونو د قول اردو قوماندان جنرال فرید احمدي بي بي سي ته ویلي، پخواني افغان سرتیري لږ تر لږ د نړۍ په شپږو سیمو کې روانو جګړو کې د برخې اخستو لپاره جذب شوي دي:
"له بده مرغه دا رپوټونه واقعیت لري او د مخکېني افغان دولت د کومانډو ځواک او ځانګړو قطعو سرتیري لږ تر لږه په شپږو سیمو کې چې د لویو ځواکونو ترمنځ سیالي او جګړه ده، حضور لري. دوی د افرادو او وړو ډلو په توګه دغو سیمو کې شته. له روسیې نیولې تر سوریې، ناګورنو قره باغ ،ایران او د اوکرایین جګړې په دواړو لوریو کې شته دي. نوم لیکنه لا هم روانه ده."
"پردۍ جګړه کې برخه مه اخلئ"
په امریکا کې فاکس نیوز هم د امریکا د دفاع وزارت د ویاند له خولي ویلي و، د روسیې له خوا د افغان ځانګړو ځواکونو د سرتېرو د جلب او جذب رپوټونه له نژدې څاري خو اوس په دې اړه څه نه شي ویلي.
فاکس نیوز د امریکا له بهرنیو چارو وزارته هم پوښتنه کړې خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
ښاغلی احمدي وايي، د ځانګړي ځواک سرتېرو، بریدملانو، افسرانو او ان د پوځ جنرالانو ته بلنه ورکړل شوې چې د یوه لوري په طرف جګړه کې برخه واخلي.
نوموړی وايي ځینو له ده مشوره غوښتې چې څه وکړي، خو دی وايي افغان سرتېري باید پردیو جګړو کې له برخې اخیستو ډډه وکړي.
"دوی سره ډېرې ژمنې شوي، د ښه معاش او کورنۍ ته یې د ښه ژوند وعدې ورکړل شوي دي. کومو کسانو چې ما سره اړیکه نېولې، ما ورته ویلي چې دا کار ونکړي."

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
افغان ملي پوځ د امریکا او نورو متحدینو د میلیاردونو ډالرو په لګښت په تېرو شاوخوا دوه لسیزو کې جوړ شوی و.
خو څارونکي وايي له افغانستانه د امریکا له نا منظم وتو سره افغان پوځ له منځه ولاړه.
د امریکا د استخباراتو پخوانۍ افسره او د دوکتورین او ستراتیژۍ مشورتي کمپنۍ مشره ریبیکا کوفلر وايي، له افغانستانه د امریکا نامنظم وتلو سره زرګونه افغان سرتېري، ژباړن او نور سیمه ییز کارکوونکي له افغانستانه وتلو ته اړ شول او ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند کوي.
نوموړې وايي استخباراتي معلومات ښيي چې ایران له روسیې سره د افغان کډوال په جذب کې مرسته کوي چې د روسيې په ګټه د اوکرایین جګړه کې برخه واخلي.
روسیې او یا هم اوکراییني چارواکو تر اوسه د دغه ډول رپوټونو په اړه څه نه دي ویلي.










