د ناکامورا درېیم تلین؛ د نیمګرو پروژو د بشپړولو چارې یې لا هم روانې دي

    • Author, تورپېکۍ غرنۍ
    • دنده, بي بي سي پښتو

کابل کې د جاپان سفارت وايي، افغانستان کې د یوه خیریه بنسټ مشر ډاکټر تېتسو ناکامورا له وژنې درې کاله وروسته یې لا هم د اوبو مدیریت برخه کې د نیمګړو پروژو د بشپړولو چارې روانې دي.

دغه سفارت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي "نن د ډاکټر ناکامورا درېیم تلین دی. که څه هم له بده مرغه هغه وفات شو، خو د هغه پروژې د هغه د افغان او جاپاني همکارانو له خوا دوام لري. جاپان به له افغان ولس سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. موږ غواړو د نوموړي تګلاره د افغانستان نورو برخو کې هم پلي کړو. د هغه روح هېڅکله نه مري."

جاپانی ډاکټر ناکامورا چې په کاکا مراد مشهور وو، د ۲۰۱۹ کال ډسمبر میاشت په څلورمه نېټه د افغانستان ختیځ جلال اباد زړه کې د نامالومو وسله والو له خوا پنځو ساتونکو سره داسې حال کې ووژل شو چې د یوې پروژې د څارنې لپاره جلال اباد ښار ته روان و.

ناکامورا خپل ټول ژوند او کار افغانانو ته لاسنیوي او مرستې ته ورکړی و او د افغانستان ختیځ ننګرهار کې یې د اوبو د مدیریت، کرنې او پراختیا برخه کې نږدې ۱۵ کاله کار کړی و.

د ناکامورا له وژل کېدو ورسته هغه مهال افغانستان کې حکومت د هغه د وژلو د پېښې پلټنې پیل کړې خو نیمګړې پاتې شوې او نظام ړنګ شو.

ننګرهار کې د جمهوریت د وخت والي ضیاالحق امرخېل چې د ناکامورا د مړینې په لومړي تلین کې یې د پېښې پر پلټنه ټنګار کاوه، بي بي سي پښتو پاڼې سره خبرو کې ویلي، هغه مهال دغه پېښه کې د لاس لرلو په تور یو کس د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شو او یو بل کس نیول شوی و .

ښاغلی امرخېل وايي، "استخباراتي ادارو هڅه کوله چې له نیول شوي کس نور مالومات واخلي او د پېښې تل ته ځان ورسوي خو حکومت ړنګ شو او طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه."

نوموړی زیاتوي: "حکومت نه غوښتل چې په پېښه کې د تورنو کسانو د وژل کېدو او نیول کېدو پېښه رسنیزه کړي ځکه چې هڅه یې کوله له نیول شوي کس نور مالومات واخلي او له مخې یې د دغو کسانو تر شا لویه استخباراتي کړۍ او مافیا وپېژني."

د ناکامورا په وژنه ټول افغانان خپه وو او د نوموړي وژل یې د هېواد او خلکو لپاره لویه تشه یاده کړې وه.

له وژنې یې درې کاله اوړي خو د افغانستان په ختیځه برخه ننګرهار کې یې اوس هم د اوبو د مدریت په برخه کې کړې هڅې او خدمتونو یاد ژوندی ساتلی او خواله رسنیو کې یې پر تلین ګڼو خلکو غبرګونونه ښودلې دي.

د ناکامورا خیریه کارونو او د افغانستان ختیځ کې د زرګونه جریبه شاړو ځمکو د خړوبولو له امله د زرګونه کسانو ژوند کې بدلون راغلی چې ګڼ افغانان یې اوس هم د زیار او هڅو ستاینه کوي.

سره له دې چې افغانستان کې د جاپان سفارت د ناکامورا د نیمګړو کارونو پر بشپړولو ټینګار کوي، ګڼ افغانان یې هم د نیمګړو کارونو د بشپړېدو غوښتونکي دي.