هند وايي د افغانستان خاوره بايد د ترهګرو ډلو له خوا و نه کارول شي

په ملګرو ملتونو د هند مرستیال استازې افغانستان کې د جیش محمد او لشکر طیبه په څېر وسله والو ډلو د فعالیت په اندېښنه ښودلې.

د هند مرستیال استازي آر راوېندرا د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته وینا کې ویلي د افغانستان خاوره باید ترهګریزو فعالیتونو د ترسره کولو په موخه ونه کارول شي. هغه دې لړ کې د جیش محمد او لشکر طیبه وسله والو ډلو نومونه یاد کړل.

د پاکستان استازي بیا د ملګرو ملتونو دې غونډې ته وینا کې ټېنګار کړی چې د طالبانو له ادارې سره دې دوامداره تعامل وشي چې شته د بشري وضعیت او نورو برخو کې اندېښنې ځواب شي.

ښاغلي، ار راوېندرا د افغانستان او هند ترمنځ اړیکې تاریخي بللي او افغانستان کې یې روان بشري وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې ده. هغه دې لړ کې د خپل هېواد د بشري مرستو یادونه هم کړې ده.

نوموړي زیاته کړې چې هېواد یې د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او د افغانستان په مسلو کې له نړیوالې ټولنې سره فعال ښکیل دی.

ملګرو ملتونو ملتونو کې د هند استازي افغانستان کې له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره مبارز، د ماشومانو، ښځو او لږکیو حقونه خپل لومړیتوبونه یاد کړي دي.

هغه د افغانستان له خاورې د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو اندېښنو ته په اشارې ویلي ، د افغانستان خاوره باید د ترهګریزو فعالیتونو په موخه د روزنې، پلانولو او یا مالي ملاتړ د مرکز په توګه ونه کارول شي. په تېره هغه ترهګر که ډلې وي او یا افراد، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له خوا منع اعلان شوي ، لکه لشکر طیبه او جیش محمد ډلې.

ښاغلي روېندرا دې لړ کې پر لږکیو او مذهبي ځایونو بریدونه په افغانستان کې د ترهګرو د فعالیتونو په تړاو اندېښمنوونکې نښې وبللې.

پوښتنه داده چې افغانستان د یادو ډلو په څېر ډلو د فعالیت په اړه اندېښنې څومره پر ځای دي. د تېر حکومت پرمهال په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی خالد پښتون وايي کابل کې د القاعده د مشر وژنه دا وړ اندېښنې پر ځای ښيي.

دې غونډې ته د پاکستان مرستیال استازي عامر خان هم وینا کړې ده . نوموړي افغانستان کې د بشري وضعیت، سیاسي مشارکت او ترهګرۍ سره د مبارزې برخو هدف ته د رسېدو په موخه له طالبانو د پراخ او دوامداره تعامل خبره کړې ده.

ده ویلي که له طالبانو سره راشه درشه نه وي نو یادو برخو کې هدفونه نه شي تر لاسه کېدای.

پاکستاني استازي ټېنګار کړی چې د زور او فشار کارول ښايي یو ځل بیا شخړه او تاوتریخوالی رامنځته کړي ترڅنګ یې ترهګرې ډلې لا پیاوړې او د کډوالۍ یو بل پړاو پيل شي.

طالبانو د دوحې تړون کې ژمنه کړې چې وسله والو ډلو ته به اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد وکاروي. خو څارونکي وايي کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري وژنه چې طالبانو لا نه ده منلې، ښيي چې طالبانو دې برخه کې هم د دوحې تړون نه دی عملي کړی. خو طالبان دا ردوي او ټېنګار کړی چې هیچا ته اجازه نه ورکوي افغانستان د نورو هېوادونو پرضد وکاروي.