تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
۲۷ هېوادونو له طالبانو غوښتي له شپږم پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي
- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي
د سیمې او نړۍ ۲۷ هېوادونو ''په افغانستان کې د ښځو د ملګرو ډلې '' په نامه یوه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي، چې په سملاسي توګه له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته نجونو پر ورتګ لګول شوي محدودیتونه لېرې کړي.
دغې ډلي د طالبانو لخوا په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو او نجونو بنسټیزو ازادیو ته د نه درناوي پر زیاتوالي او همدا ډول په پرلپسې توګه پر مېرمنو د محدودیتونو لګول کېدو په اړه ژوره اندېښنه ښوولې ده .
د افغان ښځو د ملګرو ډلې اعلامیه تېره شپه ناوخته خپره شوه.
بریتانیا، قطر، امریکا، اسټرالیا، بنګله دېش، بلجیم، کاناډا، چاډ، فرانسه، جرمني، یونان، هنګري، اندونیزیا، آیرلنډ، ایټالیا، جاپان، لبنان، لاتویا، ناروې، پولنډ، سلوانیا، شري لنکا، سویډن، ترکیه، ترکمنستان، متحده عربي امارات او د سینټ وینسنټ او ګریناډین ټاپو له هغو ۲۷ هېوادونو دي چې دا اعلامیه یې لاسلیک کړې.
د دې ډلې غړي وايي، دوی د نجونو د یو شمېر ښوونځیو د جبري تړلو شاهدان دي چې د سیمې د خلکو په غوښتنه بېرته پرانیستل شوي وه .
په اعلاميه کې راغلي چې ښوونځيو ته د نجونو د ورتګ د ممنوعیت پرېکړه د افغانستان د اکثريت خلکو هيلې او غوښتنې نه منعکسوي او افغانستان یې په نړۍ کې يوازينی هېواد بللی چې نجونې پکې له ثانوي زدکړو بې برخې دي.
د افغانستان د ښځو د ملګرو ډلې د اقتصادي ثبات لپاره د ټولو وګړو د زدکړې اهمیت ته په اشارې سره، ټینګار کړي چې له زدکړې څخه د ښځو او نجونو محرومیت د افغانستان د راتلونکي اقتصادي ودې او هوساینې پر وړاندي خنډ جوړوي .
اعلامیې د نړیوال اقتصادي فورم د موندنو په استناد ویلي چې په دولتي او خصوصي سکتورونو کې د ښځو پر کار بندیز په لنډه موده کې د افغانستان په ناخالص تولید کې د ۶۰۰ میلیونو ډالرو کمښت او په خصوصي سکتور کې د ښځو د کار د محدودیت لامل شوی، چې کېدای شي تر ۲۰۲۴ کال پورې ۱.۵ ملیارد دالره زیان واړوي .
طالبانو تر اوسه د دغو ۲۷ هېوادونو د اعلامیې په اړه غبرګون نه دی ښوولی، خو تر دې وړاندې یې ټینګار کړی، چې د اسلامي شریعت له مخې د ښځو حقونو ته ژمن دي.
په وروستیو کې د طالبانو د پوهنې نوي وزیر بامیان ته د خپل سفر په ترڅ کې د نجونو لپاره تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو د بیا پرانيستلو په اړه د مشورو د پیل خبره کړې، خو ټینګار یې کړی چې د دې لپاره لازم ترتیبات نیول شوي او هر څه به د اوسنیو شرایطو په پام کې نیولو سره ترسره شي .
هغه همداراز ادعا کړې، چي ''د تېر حکومت په څېر به په ښوونځیو کې ګډوډي نه و. ''
په دې وروستيو کې د اسلامي هېوادونو يو شمېر ديني عالمانو په ترکيه کې په يوه غونډه کې چې د طالبانو استازو هم په کې برخه لرله، په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو د بيا پرانيستلو غوښتنه کړې .
بله خوا د بخښنې نړیوال سازمان د هغو راپورنو په اړه چې د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د یو شمېر ښځینه محصلینو د ایستلو په اړه خپاره شوي، اندېښنه ښوولې ده.
د راپورونو له مخې په تېرو څو ورځو کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت لسګونه ېمحصلانې چې ډېری یې هزاره توکمه دي، له کابل پوهنتون څخه ایستلې دي. یو شمېر دغو نجونو بي بي سي ته ویلي، چې طالبانو په لوېدیځ کې د کاج ښوونیز مرکز د قربانیانو په ملاتړ په وروستیو مظاهرو کې د دوی د ګډون په غبرګون کې شړلې دي.
خو د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د یو شمېر ښځینه محصلینو ایستل د نظم او مقرراتو د ساتلو لپاره وو، نه قومي تبعیض.
له بلې خوا یوناما اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د چهارشنبې په ورځ له یو شمېر ښځینه فعالانو سره لیدلي او د کار، زدکړو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي د محدودیت په ګډون یې پر یو شمېر مهمو مسلو چې مېرمني ترې اغېزمني دي بحث کړی.
د افغان مېرمنو د ملګرو ډلې غړو هېوادونو هم له یوناما څخه غوښتي چې د خپل ماموریت له مخې په افغانستان کې د ښځو وضعیت له نږدې وڅاري او په اړه یې راپور ورکړي.