د سره صلیب نړیواله کمېټه: له تېر یوه کال راهیسې په افغانستان کې د ماینونو قربانیانو شمېر زیات شوی

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې افغانستان کې ماینونه او چاودېدونکي توکي د خلکو لپاره جدي ګواښ دی.

یادې کمېټې په یوه ټویټر پیغام کې ویلي چې د روان زېږدیز کال له جنورۍ میاشتې راهیسې د دغو چاودېدونکو توکو له امله د ټپیانو او مړینو په شمېر کې زیاتوالی راغلی، چې ډېری قربانیان یې ماشومان دي او د دې چاودېدونکو توکو پاکول د خلکو خوندي ساتلو لپاره اړین دي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ تر اګست میاشتې پورې دوی د چاودېدونکو توکو د چاودنو ۴۳۵ پېښې ثبت کړې دي، چې د دوی په خبره پایله کې یې ۱۵۰۵ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د مسوولینو په وینا له دې ډلې ۴۶۲ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۰۰۰ کسان هم ژوبل شوي دي چې ۸۵ سلنه تلفات ولسي وګړو ته اوښتې او په ولسي وګړو کې بیا تر څلوېښت سلنې مرګژوبله ماشومانو ته اوښتې ده.

د سره صلیب کمېټې ویاند لوسین کریستین بي بي سي ته وویل چې د تېر ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې جګړه د پام وړ کمه شوې، خو د چاودنو او ماینونو له امله د مرګژوبلې شمېر په زیاتېدو دی.

ښاغلي لوسین وویل: "یو لامل یې دا دی چې خلک بېرته هغو سیمو ته ورستنېږي چې د جګړو پر مهال ترې کډه شوي وو او دغه سیمې بیا تر ډېره له چاودېدونکو توکې ډکې دي، نو دغه بېرته ستنېدونکي خلک اوس تر پخوا زیات د چادېدونکو توکو له ګواښ سره مخامخ دي. او په پایله کې یې د چاودنې پېښې ډېرېږي."

دغه بنسټ پر ټویټر یوه پیغام کې د ماینونو او ناچاودو توکو د له منځه وړلو له پاره د نورې مرستې غوښتنه کړې ده.

نوموړي یې بل لامل یې د افغانستان بد اقتصادي حالت وباله چې له امله یې ی یو شمېر خلک اړه دي اوسپنې ټولې او خرڅې کړي چې د اوسپنو ټولولو پسې کېدای شي داسې سیمو ته ورشي چې چاودېدونکي توکي په کې پټ پاتې دي.

ښاغلی لوس وايي، "ډېری ماشومان دا کار کوی او دوی د لویانو پرتله د ګواښونو او د دې په اړه چې څه ته لاس وروړي او څه ته نه، لږ مالومات لري، نو ځکه دوی د لویانو پرتله ډېر له خطر سره مخامخ دي".

ښاغلی لوسین د افغانستان ختيخ او سويلي ولایتونو د چاودېدونکو توکو له امله تر ټولو اغېزمنې شوي بولي او لامل یې د جګړو پر مهال دغو خواوو کې تر ټولو سختې جکړې یادوی چې له امله یې په زیاته کچه د جګړو پاتې شونې او چاودېدونکي توکي پکې شته.

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي د دغو پېښو مخنیوي لپاره باید په چاودېدونکو توکو ککړې سیمې پاکې شي او دغه سیمې باید په نښه شي.