افغانستان کې زلزله؛ کونړ کې د اتو کسانو مړینه تایید شوې

د عکس سرچینه، Taliban
د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې په ځایي وخت تېره شپه نږدې دوه نیمې بجې د یوې نسبتآ زورورې زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.
په کونړ کې د طالبانو حکومت د ولایت ویاند وايي، د زلزلې له کبله لږ تر لږه اته کسان مړه شوي او یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی.
ختیځ کې پر کونړ، لغمان، ننګرهار او نورستان سربېره له پلازمېنې کابل او همدا راز سویل ختیځ کې له پکتیا، پکتیکا او خوسته د خواله رسنیو ځینو کارنو لیکلي چې دغو ټولو ښارونو کې د دې زلزلې ټکانونه محسوس شوي.
د امریکا زلزلو سنجولو مرکز دا زلزله د رېښتر په کچه ۵ اعشاریه ۳ درجې بللې او ویلي چې مرکز یې د جلال اباد ښار شمال ختیځ ۳۴ کیلومترۍ کې و.
پر افغانستان سربېره تر ډیورنډ کرښې هاخوا د خیبر پښتونخوا بېلابېلو ښارونو او د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې هم د دې زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.
دا زلزله داسې مهال کېږي چې افغانستان او پاکستان په دې وروستیو کې له ستخو ورښتونو او سېلابونو سره لاس ګریوان دي چې دواړو هېوادونو کې یې سلګونو کسانو ته مرګژوبله هم اړولې ده.
څه موده وړاندې د افغانستان سویل ختیځ پکتیکا او خوست کې یوې زورورې زلزلې تر ۱۱۰۰ ډېر کسان وژلي او زرګونه نور ټپي کړي وو.
دا ولایتونه تر هغې را وروسته د نورو زلزلو او ټکانونو شاهدان هم وو.












