افغانستان زلزله؛ ژوندي پاتې کسان نه خواړه لري او نه سرپناه

د ویډیو تشریح، افغانستان زلزله؛ ژوندي پاتې کسان نه خواړه لري او نه سرپناه

د افغانستان په زلزله کې چې په دوو لسیزو کې بې سارې خونړۍ بلل شوې، ژوندي پاتې کسان وايي، نه خواړه لري او نه هم سرپناه. په داسې حال کې چې دې زلزله کې له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي، ملګري ملتونه د کولرا احتمالي خپرېدا اندېښنه څرګندوي. دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان وار له مخه له اقتصادي او بشري بحران سره مخامخ دی.