د ملګرو ملتونو کډوالو اداره وايي، د افغانستان تر نیمايي زیات وګړي مرستو ته اړتیا لري

    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي

د کډوالۍ نړیواله اداره وايي له څه باندي یو کال راهیسي، چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړی، څه باندې ۲۴.۴ میلیون وګړي، چې ددغه هېواد ټول نفوس ۵۹ سلنه جوړوي د خپل ورځني ژوند لپاره پر نړیوالو او بېړنیو مرستو تکیه کوي.

دغه اداره وایي، د لومړنيو خدماتو وړاندې کول سخت اغېزمن شوي او پرمختيايي پروګرامونه ځنډول شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ای او ایم مسوولین وايي، د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې، چې طالبانو واک ترلاسه کړي، نږدې ټول افغانان په بې وزلۍ کې ډوب شوي او هېواد یې د سیستماتیک پاشل کېدو له خطر سره مخ دی.

دغه اداره وايي، د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او پرلپسې اقتصادي او چاپېریالي ټکانونه، عایداتو کې د پام وړ کمښت، د پیسو د لېږد رالېږد د لږوالي، د خوراکي او نورو توکو د بیو د لوړېدو لامل شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان مسوولینو په خبره، دوی په تېرو ۱۲ میاشتو کې له ۱،۳ میلیونه اغېزمن شویو افغانانو سره د خوراکي توکو، موقتي سرپناه، اوبو، روغتیا، پاکوالي او نورو اړینو توکو برخه کې مرسته کړې ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان دا راپور په داسې حال کې خپریږي، چې د سیاسي جنجالونو تر څنګ وروستیو طبیعي پېښو د افغانانو ستونزې نورې هم زیاتې کړي دي.

دغه ادارې ویلي د بیو د لوړیدو له امله د ژوندانه د وضعیت خرابېدل، په نړۍ کې د خوراکي او سون توکو پر بیو د اوکرایین د جګړې اغېز، په چټکۍ سره د بې روزګادۍ د کچې زیاتوالي او د طبیعي پیښو له امله بودیجې ته اړتیا لري ، چې د ژمي تر رسېدو مخکي د افغانستان اړمنو کورنیو لاسنیوی وکړي .

یوه ورځ وړاندي د طالبانو حکومت په دغه هېواد کې د طبیعي پېښو له قربانیانو او زیانونو سره د مقابلې لپاره نړیوالې ټولنې نه د ۳۲۲ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې.

طالبان وايي، حکومت یې نوی دی او د خونړیو طبیعي پېښو بار په یوازې ځان نه شي وړلی نو له همدې امله یې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په دې برخه کې د مرستې لاس ورکړي.