طالبان وايي‌ له روسیې د تېلو پېرلو تړون ته نږدې شوي‌

تېل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اوکرایین له جګړې سره افغانستان کې د تېلو بیې ټيتي شوې ځکه روسیې یې اسیايي هېوادونو ته صادرات ډېر کړي

افغانستان کې د طالبانو حکومت مسکو سره له دغه هېواده د پیترول او بنزین د پېرلو پر تړون هوکړې ته نږدې شوی دی.‌

رویټرز خبري اژانس د طالب چارواکو په حواله لیکلي چې د دغه تړون د شرایطو په اړه خبرې وروستي پړاو کې دي.‌

دغه اژانس د طالبانو حکومت د مالیې وزارت ویاند حبیب الرحمن په حواله لیکي چې د دوی د سوداګرۍ وزارت په مشرۍ یو پلاوی مسکو کې دی او دغه هېواد سره د ګاز، تېل او غنمو په تړونونو کار کوي.

هغه زیاته کړې چې د دغو تړونونو جزییات به له بشپړېدو وروسته شریک شي.

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت یوې سرچینې هم دا خبر تایید کړی دی.

دې سرچینې رویټرز ته ویلي "موږ د تړون په متن کار کوو - په پېترول او بنزین تقریبا هوکړه شوې" او تمه ده ژر به وروستۍ شي.

د یادونې ده چې ورانه میاشت د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی په دې تړاو خبرو لپاره مسکو ته تللی و.

د روسیې او طالبانو ترمنځ د سوداګرۍ خبرې داسې مهال کېږي چې دغه دواړه دولتونه د امریکا او لوېدیځ له بندیزونو سره مخ دي.

د متحدو ایالتونو بندیزونو کې په ځانګړې توګه د روسیې د تېلو او ګازو سکتور په نښه شوی او واشنګټن وايي دا ګام یې ځکه اخیستی چې مسکو د دغه سکتور عایدات د اوکرایین جګړې په تمویل ونه لګوي.

پر افغانستان بندیزونو کې بیا بانکي سیستم هم په نښه شوی او مالومه نه ده چې که دغه تړون کېږي نو افغانستان به روسیې ته د تېلو پېسې له کومو لارو ورکوي.

ارامکو

د عکس سرچینه، Getty Images

رویټرز وايي د روسیې بهرنیو چارو او انرژۍ وزارتونه یې هم د دغو تړونونو په اړه پوښتلی، خو ځواب نه دی ورکړ شوی.

دغه اژانس زیاته کړې که دغه تړون وشي نو دا به د طالبانو په رسمیت نه پېژندل کېدو له ستونزې سره سره د دوی تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره سوداګرۍ او راکړې ورکړې ته د سیمې هېوادونو د لیوالتیا نښه وګڼل شي.‌

اوسمهال پاکستان هم له افغانستانه هره ورځ زرګونه ټنه د ډبرو سکاره واردوي.

دا کاروبار که څه هم خصوصي سکتور پر مخ وړي خو طالبان ته ترې میلیونونه ډالر ټکس او مالیه په لاس ورځي.