طالبان وايي د تقاعد اخیستونکو لپاره يې بودیجه ځانګړې کړې ده

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
د طالبانو وزیرانو شورا د مالیې وزارت له لوري د څلورو میلیاردو افغانیو بودیجې چې د تقاعد معاشونه ترې ورکول کېږي د وزیرانو شورا کې بحث وکړ.
طالبانو بي بي سي ته ویليٍ، څلور میلیارده افغانۍ یې د تقاعد حقونو لپاره بېلې کړې، سره له دې چې د روان افغان مالي کال بودیجه کې دغه برخې ته ځای نه و ورکړل شوی.
د طالبانو وزیرانو شورا اونیزه غونډه چې په عام ډول دوشنبه کېږي دا وار پکې د بحث یوه موضوع همدا وه.
له هغه مهال چې طالبان واکمن دي، د ګڼو تنګ لاسو وګړو په څېر د تقاعد امتیاز اخیستونکي هم سرټکوي چې حکومت معاش نه دی ورکړي او دا چې په تنګۍ پسې حیران دي.
افغانستان کې د تقاعد لپاره عمر ۶۵ کاله دی او یا دا چې یو چا باید ۴۰ کلنه کاري موده بشپړه کړې وي.
خو په تېرو څو پرلپسې نظام پرځېدنو کې واکمنو چارواکو له پخوانیو نظامو پاتو کورناستو یا متقاعدینو ته د هغوی حقونه د قانون له مخې نه دي ورکړي، په ځانګړي دول هغو کسانو ته چې پوځي دندې یې کړي.
تقاعدۍ ته په شرطونو جوړ کسان دا نیوکه هم لري چې ګواکې د پیسو د اندازې او امتیاز پرتله دفتري پړاونه او کاغذي کار یې ډېر او له کړاوه ډک دی.
د بشري او حقوقي چارو فعاله غوټۍ خرم وايي له تقاعدۍ چارو سره باید سر سري چلند ونشي او دا چې پر دولتونو حق دی چې په سمه توګه یې پر شرایطو برابرو کسانو ته ورکړي.
افغانستان کې د تقاعدۍ امتیاز اخستونکو کره شمېر نه دی مالوم خو په تېرو کلونو کې د افغانستان ماليې وزارت د ۱۱۹ دولتي ادارو اړوند څه دپاسه ۱۵۲ زره کسان یاد کړي وو چې د تقاعدۍ حقونه ورکول کېږي.
په ۱۳۹۶ کال کې حکومت ویلي وو د بودیجې د کمښت له امله شاوخوا ۳۸ زرو متقاعدینو ته یې معاشونه نه دي ورکړي.
په تېرو شلو کلونو کې د تقاعد بودیجې لپاره جلا خزانه نه وه، ټول امتیازات مخامخ دولتي ګډې خزانې ته تلل خو په ۱۳۹۸ هجري لمریز کال کې چارواکو اعلان وکړ چې د تقاعد بودیجې ځانګړی صندوق یې پرانستی چې په کلني ډول یې بودیجه وربېلېږي.
هغه مهال په ټولیز ډول له شپږو میلیاردو افغانیو ډېره بودیجه د تقاعدۍ حقونو لپاره په کلني ډول بېلېده خو اوس چې د طالبانو حکومت له ناوړه اقتصادي حالت سره مخ دی اسانه به نه وي، چې متقاعد کسان دې خپل معاشونه پر وخت ترلاسه کړي.
دا هم نه ده روښانه چې طالبان څومره کسانو ته د کومو شرایطو له مخې د تقاعدۍ امتیاز ورکوي.










