تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو واکمنۍ یو کال؛ د افغان ځواکونو د پاشل کېدو لاملونه څه وو؟
- Author, سیدولي ناصر
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د حکومت چټکې ماتې، د امنیتي ځواکونه تدریجي پاشلتیا او دوو اونیو کې د جمهوریت پرځېدنې، د مخکینیو افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاوو په اړه ډېرې پوښتنې را ولاړې کړې دي.
په افغانستان کې د نوي پوځ جوړول، دوه لسیزې وړاندې د طالبانو رژیم له سقوط وروسته پیل شول.
په عصري وسایلو د دغو ځواکونو سمبالول د امریکا او د ناټو غړو هېوادونو په کاري لومړیتوب کې و.
کله چې د امریکا او ناټو په روزنه، مالي ملاتړ او د نظامي تجهیزاتو په مرسته ۳۵۰ زره افغان ځواکونه په پښو ودرېدل، د جګړې ډګر هم په پراخېدو شو او دغو ځواکونو ورو ورو له طالبانو سره جګړې ته ودانګل.
په ۲۰۱۲ کال کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو چاره په تدریج پیل شوه او په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنیو ځواکونو د جګړه ییزه ماموریت په پای ته رسېدو او د امنیتي مسوولیت د لېږد پروسې په پیلېدو، د افغان ځواکونو د اصلي ازموینې پړاو پیل شو.
همدلته د طالبانو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو د جنګي وړتیاوو او له هېواده د مستقلانه دفاع په اړه پوښتنې ورو ورو پیل شوې.
هغه مهال د ناټو د عمومي سرمنشي "اندرس فو راسموسن" په ګډون د بهرنیو ځواکونو قومندانان په دې باور وو چې افغان ځواکونه د خپل هېواد د دفاع وړتیا لري:
"موږ په افغانستان کې له پولیسو او پوځ څخه جوړ د ۳۵۰ زرو سرتېرو ډېر پیاوړي امنیتي ځواک جوړ کړی دی. دوی زدکړې کړې او ښه روزل شوي دي چې کولی شي د امنیت د تامین بشپړ مسوولیت پر غاړه واخلي."
د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې هم له قومندانانو نیولې تر افسرانو او سرتېرو؛ ټول په دې باور وو چې د بهرنیو ځواکونو له موجودیت پرته د خپلو مخالفانو د ځپلو وړتیا لري.
خو د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، په افغانستان کې د جګړې ډګر لا تود او پراخ شو او د دغو ځواکونو د مرګژوبلې کچه ورځ تر بلې په لوړېدو شوه.
نظامیان وايي، د جګړې په ډګر کې پر پولیسو او ملي اردو د فشار ډېرېدو او د دغو ځواکونو د کمزوري مدیریت له امله له ۲۰۱۵ کال وروسته د افغان ځواکونو تدریجي پاشلتیا پیل شوې وه.
جنرال شېر محمد کریمي چې له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۵ کال پورې یې د افغان پوځ د لوی درستیز په توګه دنده لرله، وايي:
"جګړه روانه وه، د تاکتیک او اوپراسیون په کچه کله هغه لوري او کله دې لوري کې پرمختګ موجود و، خو په ستراتېژۍ او اوپراسیون کې قاطعیت موجود نه و. مثلا د حکومت ضعف، د حکومت ځانغوښتنه، په هغو مسلکي کسانو نه باور چې په کړۍ کې نه و. په نامسلکي او غیر متخصصو اشخاصو تکیه چې د رهبرۍ د ضعف لامل شوه او که په نظامي چوکاټ کې یې ووایم؛ ونه توانېدل ځواکونه په سمه توګه سوق او رهبري کړي."
په امنیتي بنسټونو کې فساد او د جګړې ډګر کې د سرتېرو اړتیاوو ته نه پاملرنه، نورې هغه ستونزې وې چې له لامله یې افغان ځواکونو ورو ورو خپله روحیه له لاسه ور کړه. لکه یو شمېر ځواکونه چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې یې د خوراکي توکو او مهماتو له کمښته شکایت کاوه.
پر دې ټولو کړاوونو سربېره، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له طالبانو سره په جګړه بوخت و.
په وروستیو کلونو کې افغان امنیتي ځواکونه له لرې پرتو سیمو ووتل او تر ډېره د ښارونو مرکزونو کې مېشت شول او په دې توګه کلیوالي سیمو کې د طالبانو حضور پراخ شو.
د افغان ځواکونو قومندانانو دا یو تاکتیکي شاتګ باله، خو اوس د ملي اردو یو شمېر افسران وايي، هغه مهال د دغو سیمو ساتل نور د افغان ځواکونو په وس پوره نه وو.
په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیکېدل، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره بله ستره ازموینه وه.
د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي وو: "زه همدا اوس د امریکا څلورم ولسمشر یم چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مسوولیت په غاړه لرم. دوه جمهوریپال ولسمشران او دوه ډیموکرات ولسمشران. خو زه به دا مسوولیت پنځم ولسمشر ته پرېنږدم."
د جوبایډن دا پرېکنده او وروستۍ پرېکړه د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د ماتې او پاشل کېدا اصلي سرچینه بلل کېږي.
د افغانستان په بیارغونه کې د امریکا ځانګړي څارونکي ادارې یا سیګار هم پخپل ځانګړي راپور کې چې د امریکا کانګریس ته یې وړاندې کړی، ویلي، له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل، د افغان ځواکونو د بېړنۍ پاشلتیا اصلي لامل دی.
د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه پر داسې مهال وپاشل شول چې ځینې افغان سرتېرې چمتو نه و، خپله وسله پر ځمکه کېږدي.
په همدې حال کې د سیګار بل راپور ښيي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د جوبایډن له امره څو میاشتې وړاندې امریکايي چارواکو ته خبرداری ور کول شوی و چې د امریکا له وتلو وروسته افغان هوايي ځواکونه د فعالیت وړتیا نه لري او د پاشل کېدو شونتیا یې ډېره ده.
خو ولې افغان هوايي ځواک چې ډېری پیلوټان یې په امریکا کې روزل شوي وو، د پاشلتیا په درشل کې و؟ د افغانستان د مخکیني ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب مني چې پر امریکا ډېره تکیه او له افغانستانه د شاوخوا ۱۷ زره هغو قراردادیانو وتل چې د افغان ځواکونو په ځانګړي ډول هوايي ځواک د تجهیزاتو حفظ و مراقبت او ترمیم ور تر غاړې و، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له پاشلتیا سره مخامخ کړل.
ورته مهال داسې کیسې هم شته چې امریکا او د افغان حکومت متحدان دې پایلې ته رسېدلي وو چې د افغان حکومت او پوځ عمر نور پای ته رسېدلی دی، ځکه امریکا ته د پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني له وروستي سفر سره هممهال، د امریکا د استخباراتي بنسټونو له قوله په یوه راپور کې ویل شوي وو، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به افغان حکومت په شپږو میاشتو کې وپرځېږي.
لنډه دا چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو دوو لسیزو کې درنه مرګژوبله وګالله او د ځینو راپورونو پر بنسټ، په دې موده کې څه نا څه ۷۰ زره افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه ووژل شول.
افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو باندې په تېرو دوو لسیزو کې د امریکا او ناټو غړو هېوادونو له لوري میلیاردونه ډالر پانګونه شوې وه.
د پوځي چارو کارپوهان وايي، کلونه وخت ته اړتیا ده چې افغانستان یو ځل بیا د منظمي او روزل شوې اردو څښتن شي.