تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د 'غازیانو کلا' څومره پېژنئ؟
غازیانو کلا (قلعه غازی ها) د افغانستان شمال کې ازبکستان سره پولې ته څېرمه بلخ ولایت کې اباده ده. ډېرو ښايي د دې سیمې نوم اورېدلی وي خو پر دې به نه پوهېږي چې ولې ورته د غازیانو کلا وايي.
دوی ښايي پر دې هم خبر نه وي چې دا کوم فرضي نوم نه، بلکې دا نوم پرې دې ځای د مېشتو خلکو د زړورتیا د کارنامو له کبله اېښودل شوی دی.
د دې خلکو نیکه چې له انګریزانو د هند د ازادۍ جنګ یوه مخکښه څېره وه، نږدې سل کاله وړاندې دلته مېشت شوی، خو لمسي او کورنۍ یې د هند نیمې وچې تر ازادۍ وروسته هم دلته پاتې شوي.
عجب خان اپریدی له خپل ورور شهزاده خان او د کورنۍ له پنځو نورو ښځو او ماشومانو سره د اوسنۍ خیبر پښتونخوا له دره ادم خېلو دلته را جلا وطن شوی و.
هغه ته دا ځای د افغانستان د وخت د واکمن غازي امان الله خان حکومت ورکړی او پر دې سربېره یې دوه زره جریبه نوره ځمکه هم ورکړې او د میاشتې ۷۲۰ روپۍ اعزازي تنخوا ټاکلې وه.
د همدغو جلا وطنو جنګیالیو له کبله دا ځای هم د غازیانو په کلا مشهور شوی.
عجب خان اپریدی د دره ادم خېل د بوستي خېلو اوسېدونکی او په قام اپریدی و.
د انګریزانو خلاف جګړه کې د هغه پر فعالیتونو او زړورتیا ګڼې مقالې او کتابونه لیکل شوي او ان څو فلمونه هم پرې جوړ شوي.
تاریخي کارنامه
د عجب خان په مشرۍ یوې څلور کسیزې ډلې د ۱۹۲۳ کال د اپرېل پر ۱۳مه د پښتونخوا په کوهاټ چوڼۍ کې د انګریز میجر ایلس پر کور برید وکړ.
دوی دا ګام د انګریز عسکرو لخوا د عجب خان اپریدي پر کور د چاپې غچ کې اخیستی او ښايي هغه مهال به پر دې هم نه پوهېدل چې له پوځیانو پر ډکه چوڼۍ له بریده ژوندي راوځي هم که نه.
دغه برید او ډزو کې د میجر ایلس ښځه ووژل شوه او لور یې مولي ایلس عجب خان او ملګرو د ډال په توګه ځان سره بوتله.
هغه وروسته د میجر ایلس دغه پیغله لور د مشهور روحاني شخصیت محمود اخونزاده په وسیله بېرته انګریز حکومت ته وسپارله.
د عجب خان اپریدي زوی حاجي نیک محمد وايي انګریزانو جرګې ته منلې وه چې د اغلې اېلس بدل کې به د دوی نیولي کسان خوشې کوي او دره ادم خېل کې به یې د ویجاړو شویو کورونو ازاله یا خساره ورکوي، خو خپله دا ژمنه یې پوره نه کړه.
عجب خان وروسته د محمود اخونزاده په وینا د دې لپاره تیراه پرېښوده او خیبر ایجسنۍ کې د خپل یوه ملګري سید انور پاچا په مرسته له ډیورنډ کرښې دېخوا شینوارو کې د هغه اشنایانو ته پناه وړي، چې انګریزان به هلته د ده خلاف انتقامي ګامونه واخلي او ولس ته به پکې زیان واوړي.
عجب خان او ملګري یې دلته د یوه کال له تېرولو وروسته بیا د انګریزانو خلاف فعالیت پیلوي او په دې لړ کې د ټل د سرحدي ځواکونو پر مرکز بریدونه هم کوي.
"عجب خان ووژنه یا یې موږ ته راوسپاره"
د انګریزانو حکومت د عجب خان اپرېږي او ملګرو د فعالیتونو مخنیوي لپاره د افغانستان پر حکومت فشارونه اچوي.
د امان الله خان حکومت هغه مهال له فرانسې ځینې وسلې پېرلې او دوو بېړیو کې کراچۍ بندر ته رسېدلې وې.
انګریزانو له خپل واک لاندې سیمو افغانستان ته د دغو وسلو د لېږد اجازه نه ورکوله او د افغانستان له حکومت یې غوښتل چې عجب خان اپریدی دې ور وسپاري، یا دې یې پخپله وژني.
حاجي نیک محمد وايي پلار له غازي امان الله خان سره مزار شریف ته د کوچېدو خبره ومنله او په دې توګه هلته ولاړ.
عجب خان د ګوتو په شمېر کسان تللي و خو اوس چې یوه پېړۍ اوړي شمېر یې شاوخوا ۲۰۰۰ تنو ته رسیدلی.
نیک محمد وايي پلار یې د حکومت لخوا یوه اندازه ورکړ شوې ځمکه شادیان دښته کې هدیرې ته ځانګړې کړه، خو زور واکو را وروسته کلونو کې لاندې کړه، قبرونه یې هوار او کورونه پرې جوړ کړل.
دې سیمه کې اوس هم د عجب خان اپریدي باغ شته او هغه جومات ودان دی چې ده پخپلو لاسو جوړ کړی و.
د عجب خان اپریدي تر ټولو کوچنی زوی خان کاکا وايي چې دوی کله هم ستونزو سره مخ شوي، نو د دې ځای ازبک او تاجک وګړو مرستې ته وردانګلي او پناه یې ورکړې ده.
هغه زیاتوي چې د غازیانو د لقب له کبله د کورنۍ جګړې پر مهال هم د دوی سیمه کې لوټ تالان نه دی شوی او خلک ورته اوس هم د پلار د کارنامو او زړورتیا له کبله په درنه سترګه ګوري.