"د الظواهري له وژنې وروسته د طالب مشرانو مهمې خپلمنځۍ غونډې روانې دي"

ارګ

د عکس سرچینه، Bakhtar news agency

رویټرز خبري اژانس د یو شمېر طالب سرچینو له قوله ویلي، د دې ډلې مهم مشران د خپلمنځي غونډو لپاره راټول شوي او پر مهمو مسلو بحث کوي.

سرچینو نه دي ویلي چې دا بحثونه پر څه کېږي، خو ګومان کېږي چې دا غونډې پلازمېنه کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري له وژنې وروسته رابلل شوې دي.

امریکا ویلي، الظواهري یې د یکشنبې پر سهار کابل ښار کې په خپل کور کې د یو ډرون پر مټ په نښه کړ او ویې واژه.

طالبانو منلې ده چې امریکا د یکشنبې پر ورځ کابل کې درون برید کړی، خو دا یې نه ده منلې چې ګواکې په دې برید کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري وژل شوی دی.

د القاعدې د مشر له اعلانه دوه ورځې تېرېږي، خو طالبانو لا هم په دې اړه هېڅ وضاحت نه دی وړاندې کړی.

اوس په دې ډله کې یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د طالب مشرانو په غونډه کې ښایي پر دې بحث وشي چې د امریکا ډرون برید ته څه ډول ځواب وویل شي.

خو یادې سرچینې هم دا نه ده منلې چې ګواکې دې برید کې دې د القاعدې ډلې مشر وژل شوی وي.

‌د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري ژوند ته لنډه کتنه

بل لور ته د امریکا حکومت د ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته خپلو اتباعو ته ټينګه سپارښتنه کړې چې بهر د سفر پر مهال د امریکا ضد تاوتریخوالي د احتمال په تړاو هوښیار اوسي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي د القاعده ملاتړي یا نورې اړوندې ترهګرې ډلې ښايي هڅه وکړي د الظواهري د وژنې غچ کې د امریکا ګټې او وګړي هدف وګرځوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې اعلامیه کې زیاته شوې چې "دغو بریدونو کې ښايي د ځانمرګو عملیاتو،‌ ترورونو،‌ تښتونو،‌ برمته نیونو او بم اېښودنو په ګډون بېلابېل تکتیکونه شامل وي."