کندهار او ننګرهار کې د کور چتونو لوېدو او سېلابونو له کبله ۱۲ کسان مړه شوي

د ویډیو تشریح، افغانستان کې سېلابونو کې ایسار وګړي

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت سپین غر ولسوالۍ مامند داوي کلي کې د واده پر مراسمو د کور چت غورځېدلی چې له کبله یې د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي. په پې‍ښه کې درې نور کسان ټپیان شوي.‌

د ننگرهار ولایت اطلاعاتو سرپرست امر قریشي بدلون بي بي سي ته وویل، په مړو شویو کې یوه ښځه او دوه ماشومان دي او ټپیان ماشومان دي.

نوموړی وايي، ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي.

د سپین غر ولسوالۍ چارواکي وايي، دا پېښه د باران له امله رامنځ ته شوې ده.‌

بله خوا، د کندهار ژېړۍ ولسوالۍ کې هم د یوه کور چت راغورځېدلی چې له کبله یې یوه مور او پنځه ماشومان مړه شوي.

د کندهار د اطلاعات او کلتور مشر نور احمد سعید بي بي سي ته وویل، پېښه د ژېړۍ ولسوالۍ سندرې کلي کې شوې ده.

افغانستان

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

نوموړی وايي، تېره شپه د کندهار ښار او حوزو کې سېلابونه راغلي چې مالي او ځاني زیانونه یې اړولي. دی زیاتوي، په یوه بله پېښه کې کندهار کې د سېلابونو له کبله دوه نور کسان هم مړه شوي.

د تازه بارانونو او سېلابونو له کبله د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې د هوا او ځمکې له لارې په سېلابونو کې د ایسارو خلکو ژغورل پیل شوي دي. هلته سېلابونو ځینې کورونه نړولي دي.

په افغانستان کې تېره یوه میاشت ډېر بارانونه وشول، چې له کبله یې ځینو سیمو کې سېلابونه راووتل او خلکو ته یې د مالي زیان سربېره مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د ختیځ ننګرهار ولایت مرکز او ځینو ولسوالیو کې څو ورځې مخکې د تېز باران له کبله سېلابونه راوتلي وو چې زرګونه جرېبه کرنیزه ځمکه یې تخریب او فصلونه یې له منځه وړي.

افغانستان

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

سېلابونو روداتو، لعلپورې او سره رود کې سلګونه جرېبه کرنیزه ځمکه او کورونه زیانمن کړي او د جلال اباد-کابل لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.

څو ورځې وړاندې، په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت په یوه خبرپاڼه کې ۲۴ ولایتونو (نورستان، بدخشان، کونړ، لغمان، ننګرهار،‌ پکتیا، پکتیکا، لوګر، خوست، غزني، کاپیسا، پنجشېر، کابل، پروان، وردګو، دایکندي، روزګان، غور، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات او زابل ولایتونو) کې د سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی و.

دوی ویلي وو، د ورښت کچه په بېلابېلو نقطو کې لس نه تر ۴۰ ملي متر پورې اټکلېږي.