افغانستان کې تازه سېلابونو مالي زیانونه اړولي
د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت مرکز او ځینو ولسوالیو کې د تېز باران له کبله سېلابونه راوتلي چې زرګونه جرېبه کرنیزه ځمکه یې تخریب او فصلونه یې له منځه وړي. د وردګو جلګه ولسوالۍ کې هم سېلابونو زیانونه اړولي دي.