د طالبانو مالیې وزارت: د ودانیزو پروژو څه باندې سل میلیارده افغانۍ پورونه په مېراث راپاتې دي

    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت وایي د افغانستان مخکیني حکومت د بېلا -بیلو ودانیزو پروژو څه باندې سل میلیارده افغانۍ پورونه په مېراث ورته پاتې دي، چې د وزارت په خبره ورکړې ته یې ژمن دي، خو لومړی باید ځان ددې پروژو د کیفیت او فزیکي شتون په اړه ډاډه کړي.

د مالیې وزارت دغه څرګندونې داسي مهال دي چې د افغانستان د ودانیزو او لوژستیکي شرکتونو ټولنې د خپلو هغو پورونو غوښتنه کړې، چې له مودو راهیسې یې پر سکتوري وزارتونو پاتې دي.

دغې ټولنې په یوه لس ماده يیز پرېکړه لیک کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د ترسره شویو پروژو پیسې یې ورکړي، د مالي حسابونو او بهر ته د تګ بندیزونه ترې لیرې کړي.

دوي خپلې غوښتنې او ستونزې پر دوو برخو ویشلې، چې لومړۍ ېې ددوي په ټکیو ژر هوارېدای شي.

دې کې د مالي حسابونو آزادول، له هېواده بهر پر سفر د بندیزونه لېري کول او د بشپړو شویو پروژو د ضمانت پیسې ورکول پکې شامل دي.

د ودانیزو شرکتونو دغه مشرانو ویلي، د خپلو ترسره شویو پروژو اړوند معامله لرونکي د عریضو پر بنسټ د امنیتي حوزو له خوا غوښتل کېږي او ان په ځینو مواردو کې د عدلي بنسټونو له خوا بندیان شوي هم دي، چې له حکومت نه یې ددې ستونزو د مخنیوي او هوارۍ غوښتنه وکړه.

دوی د حکومت له مسوولینو وغوښتل، تر هغو چې ددوی پورونه ورکول کېږي، ټولو امنیتي، عدلي او قضايي ارګانونو ته په کتبي توګه سپارښتنه او زماني فرصت باید ورکړل شي.

ددغې غونډې یوه برخوال د خپلو خبرو پر مهال وویل، حکومت باید د هغو پروژو په اړه پرېکړه وکړي، چي چارې یې نیمګړې او د ودانیزو شرکتونو تخنیکي وسایل هم ورسره بند پاتې دي.

دغونډې یو شمېر برخوالو نیوکه کړې، چې له یوې خوا یې حکومت د ترسره کړو پروژو پیسې نه ورکوي، بله خوا د مالیې وزارت د همدې پروژو د مالیې غوښتنه ترې کوي.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت وایي دغه پروژې تر ډېره د نړیوالو بنسټونو اړوند دي، چې ددې ادارو د فعالیت له بندېدو سره د یادو پروژو چارې هم بندې شوې دي.

ددغه وزارت سرپرست عبدالمنان عمري وایي، هڅه یې دا ده، چي یادو ادارو ته د پروژو د بیا پېلیدو او پیسو د لېږد په برخه کې قناعت ورکړي:

''دا بېلابېلې پروژې دي، چې ځينې يې په نړيوال، اسيايي او اسلامي بانکونو پورې اړه لري. په دې پروژو کې د قراردادیانو ډېرې پیسې پاتې دي، خو په دې برخه کې یو څه کارونه شوي دي. هڅه مو وکړه چې له دغو بانکونو سره اړیکه ونیسو او په دې برخه کې هڅې روانې دي او هڅه کوو چې پیسې بېرته واخلو. ''

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت مني ، چي د تېر حکومت، نړیوالو ادارو او افغان ودانیزو شرکتونو تر منځ د ترسره شوو پروژو پیسې نه دي ورکول شوې.

دغه وزارت وایې ددغه ډول پروژو څه باندي ۱۰۰ میلیارده افغانۍ پور له تېر حکومت نه دوی ته په میراث پاتې دی.

ددغه وزارت ویاند احمد ولي حقمل وایي، دوی د وزارتونو په کچه یوه کمېټه ټاکلې چې د دې پروژو په اړه چې شمېر یې سلګونو ته رسېږي د څرنګوالي او شتون په اړه یې ارزونه وکړي.

ښاغلی حقمل وایي، دغه پروژې په بېلابیلو ارګانونو پوري اړوند دي ، چي ارزونه یې دده په ټکو ښایي وخت واخلي.

تر دې وړاندي د ټولګټو، ښار جوړوني او ځمکو وزارتونو د پراختیایې پروژو یو شمېر کارکوونکو د معاشونو د نه ورکړې له امله لاریون کړی و.

لاریونوالو ویل چي د ښار جوړونې وزارت د څه باندې ۱۶۰۰ کارکوونکو او د ټولګټو وزارت د پراختیايي پروژو د شاوخوا ۵۰۰ کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړل شوي.