افغانستان کې د کجکي‌ بند دویم فاز پرانیستل شو؛ د برېښنا تولید به ورسره ۱۰۰ میګاواټه ډېر شي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وایي د کجکي د برېښنا فابریکې د دویم فاز چارې بشپړې او نن رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د پرانیستلو مراسمو کې د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال وویل، "راځئ په ګډه او یووالي د خپل هېواد ابادۍ ته کار وکړو".

ملا عبدالغني برادر د کجکي د برېښنا فابریکې د دویم فاز فعالېدل افغانستان ته یو ښه اقتصادي زېری وباله.‌

په ورته وخت کې د طالبانو مرستیال لومړي وزیر مولوي عبدالسلام حنفي پرانیستغونډه کې وویل، په دې هلمند او ګاونډیو سیمو وګړي به ۲۴ ساعته برېښنا ولري او د فابریکو د برېښنا ستونزه به حل شي.

هغه وویل، له ټولو ګاونډیانو سره د سولې اړیکې غواړي، او هېڅکله به د افغانستان خاوره د خپل ګاونډي پرضد ونه کارول شي، موږ هم د مقابل لوري مثبت تعامل غواړو.

نوموړي د ترکي ۷۷ په نامه شرکت مننه وکړه چې د کجکي برېښنا دویم فاز کارونو کې یې پانګونه کړې ده.

پر همدې مهال‌، په افغانستان کې د ترکیې سفیر جهاد ارګین ای پرانیستغونډه کې وویل، ترکیه او افغانستان ژورې او نژدې اړیکې لري چې د کجکي پروژه یې یوه نمونه ده.

ده وویل، بشپړه شوې پروژه د برېښنا سربېره د کروندګرو لپاره هم حیاتي ارزښت لري. دغه بند به کندهار او هلمند ته په پوره ډول برېښنا چمتو کړي.

نوموړي وویل، "دې پانګونې ته باید د ژورو کلتوري، تاریخي او اقتصادي اړیکو د پایلې په سترګه وکتل شي، پر دې پروژه ۱۶۰ میلیون امریکايي ډالره پانګونه شوې".

د دې پروژې تړون په ۲۰۱۶ کال د تېر حکومت د برېښنا وزارت او د ترکيې د ۷۷ ودانیز شرکت ترمنځ لاسلیک شوی و، خو چارې یې دوه کاله د خراب امنیتي وضعیت له کبله وځنډېدې.

د دې پروژې په پرانیستلو سره به د کجکې د برېښنا د تولید وړتیا له ۵۱ میګاواټه نه ۱۵۱ میګاواټه ته لوړه شي.

کجکې برېښنا بند د سویلي ولایتونو خلکو د برېښنا برابرولو او د کرهنیزو ځمکو د خړوبولو تر ټولو ستر بند دی.

د هلمند پر سیند د برېښنا د تولید دې فابریکې اوس د برېښنا د تولید له اړخه د افغانستان په کچه د تر تولو سترې فابریکې ځای خپل کړی دی.

د دې فابریکې د پراختیا او برېښنا د تولید ظرفیت لوړولو لپاره ۶ کاله وړاندې د افغانستان د تېر حکومت لخوا له "۷۷ ودانیز " ترکي‌ شرکت سره هوکړه لاسلیک شوه.

ټاکلې وه چې دغه شرکت د دې هوکړې له مخې د کجکې برېښنا فابریکې د انرژۍ د تولید او اوبو ذخیره کولو د ظرفیت پر لوړولو ۳۰۰ میلیون ډالره پانګونه وکړي.‌ له دغو پیسو ۱۷۰ میلیون ډالر پر نويو توربینونو لګول کېږې.

تمه وه چې د دې پروژې چارې د ۲۰۲۰ کال په لړمړیو کې بشپړې شي خو د خراب امنیتي وضعیت له کبله دوه کاله وځنډېدې.

د دې پروژې پرانیستي له تېرو څو ورځو چمتووالی روان و او تېره ورځ د طالبانو د حکومت یو شمېر چارواکي کجکي ته رسېدلي دي.

که څه هم د دې پروژې بشپړېدل افغانستان او په ځانګړې توګه د سویلي ولایتونو لپاره ښه خبر دی، خو وچکالۍ پرې سیوری غوړولی دی.

د دې وچکالۍ له کبله کجکي بند کې د اوبو کچه له ۷۰ - ۵۰ مترو ته راکښته شوې، چې له امله یې د دریو مخکینیو توربینونو یوازې دوه فعال دي.

د اوبو د سرچینو او مدیریت د برخي کارپوه انجنیر نجیب الله سعدید وایي د اوبو اوسنۍ کچه د کجکې بند لومړۍ او دویم (نوی) فاز نشي چلولی.

ښاغلی سعدید زیاتوي د بند کاسه کې د کافي اندازه اوبو نشتوالي نه یوازې دا چې ښايي د دې پروژې پرانیستنه کمرنګه کړي، بلکې که اوبه زیاتي مصرف شي نو د مني فصلونو ته به اوبه پاته نشي.

د اوبو مدیریت برخه کې جرمني ‌کې د کتورا محصل محمد عاصم مايار وايي اړتیا دا وه، چې د دویم فاز جوړولو سره د اوبو د زیرمه کولو پر برخه هم کار شوی وای.

د افغانستان د تېر حکومت او ۷۷ ودانیز شرکت ترمنځ د شوې هوکړې له مخې بايد د کجکي بند د اوبو زېرمه کولو وړتیا له نژدې یو میلیارد متر مکعب اوبو ۲٫۳۴ میلیارد متر مکعبو ته لوړه شي، چې په مټ به یې ۱۰۰ زره هکټاره ځمکه خړوبه شي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو حکومت د اوبو او برېښنا وزارت او برېښنا شرکت د چارواکو نظر هم واخلو خو څوک خبرو ته حاضر نه شول .

کجکي بند د امریکا له خوا د ۱۹۵۱ او ۱۹۵۳ کلونو ترمنځ د برېښنا د تولید او اوبو لګولو په موخه جوړ شو.

د کجکي بند د برېښنا تولید د ظرفیت لوړولو لپاره په ۱۹۷۵ کال کې پر دغه بند دوه توربینونه، چې هر یوه یې د ۱۶،۵ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لرله، نصب شول.

په ۲۰۰۸ کې امریکايي او بریتانوي ماهرینو هڅې پیل کړې او یو بل توربین یې چې د ۱۹ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري، هلته ولیږداوه.

د ۲۰۱۶ کال نومبر کې پر کجکي بند دریم توربین هم ګټې اخیستنې ته چمتو شو او له فعالېدو سره یې د برېښنا تولید ۵۱ میګاواټه ته پورته شو.

افغانستان له خپلو کورنیو سرچینو د برېښنا تولید او خلکو ته د رسولو لپاره له ۴ نه تر ۵ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.