ازبکستان: افغانستان کې د پخلاینې لپاره ټولګډونی حکومت او دښځو حقونو درناوی مهم شرطونه دي

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې د ملي پخلاینې لپاره داسې حکومت چې د ټولو خلکو استازولي وکړي، خورا مهم دی.

ازبکستان دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ټاکل شوې په دغه هېواد کې د افغانستان په اړه د شلو هېوادونو نړیوال کنفرانس پیل شي.

ټاکل شوې دغه کنفرانس ته د امریکا، بریتانیا، پاکستان، ایران، اروپايي ټولنې، چین، ترکیې او نورو هېوادونو استازي ورشي.

د ازبکستان دبهرنیو چارو وزارت ویاند یوسف قابلجانوف د دغې ناستې په اړه یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې موخه " د نړیوالې ټولنې د شرایطو پوره کولو لپاره د افغانستان له نویو چارواکو سره د اغېزمنو خبرو پیلول دي."

ښاغلی قابلجانوف وایي، په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړېدل، د ښځونو د حقونو درناوی او نجونو ته د ټولو زده کړو اجازه هغه شرایط چې نړیواله ټولنه یې د طالبانو له حکومته غواړي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکی وايي "یاد شوي شرایط په افغانستان د پخلاینې ملي پروسې لپاره" خورا مهم دي.

د ازبکستان ناسته چې ټاکل شوې وه، نن (دوشنبه) پيل شي، سبا ته ځنډېدلې ده.

په افغانستان کې له تېر اکست راهیسې چې طالبان بیا واکمن شوي، د پخلاینې او سولې بهیر په ټپه درېدلی دی. خو د طالبانو حکومت داسې کمیسیون جوړ کړي چې غواړي بهر ته تللي سیاستوال بیرته افغانستان ته ستان کړي.

خو د طالبانو مشر هبت الله اخونزاده کابل کې د "دیني عالمانو" غونډې ته په وینا کې ویلي و، "پخوانيو چارواکو ته څوکۍ نه شي ورکولای شي."

د طالبانو پر حکومت نېوکه دا ده چې له لویه سره یې د یوه فکر خلک په کابینه کې او نورو دولتي څوکیو ګومارلي او آن ېکې یوه ښځه په کابینه کې نه لري.

د مزار- کابل- پېښور د پټلۍ لار

په همدې حال کې د طالبانو دبهرنیو چارو چارسمبالی وزیر امیر خان متقي له وړاندې د یوه پلاوي مشرۍ په یاد کنفرانس کې د ګډون لپاره ازبکستان ته رسیدلی دی.

طالبان وايي، د بهرنیو چارو وزیر یې د ازبکستان دبهرنیو چارو له وزیر سره کتلي او د ترمز-مزار شریف- کابل او پېښور ترمنځ یې د اور ګاډي پټلۍ پر غځېدو خبرې کړې دي.

ازبکستان لیواله ده چې د خپلو سوداګریزو توکو د لېږد لپاره د پاکستان له لارې د جنوبي اسیا مارکیټونو ته لار ومومي.

له ازبکستانه له وړاندې مزارشریف ته د اورګاډي پټلۍ غځول شوې.

د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ غځولو لار نقشې هوکړه تېر کال د جمهوریت پرمهال په ازبکستان کې لاسلیک شوې وه.

د دې ۵۷۳ کیلومتره پټلۍ لپاره ۴.۸ میلیارد ډالر پکار دي او د پاکستان پټلۍ وزارت تیر کال ویلي و، چې نړیوال بانک د دې پور د ورکړې لومړنۍ هوکړه کړې ده.

تاشکند کې د افغانستان د هغه مهال سفارت هم ویلي و، د نړیوال بانک، اسیا پراخیتايي بانک، اروپا رغونې او پراختیا بانک، اروپا پانګونې بانک، اسلامي پراختیا بانک، او د امریکا نړیوالې پراختیا مالي شرکت په څېر نړیوالو مالي ادارو د دې پروژې د لګښت برابرولو لېوالتیا ښودلې ده.

خو اوس چې له نړۍ سره د طالبانو د حکومت اړیکي سم نه دي، روښانه نه ده چې دغه مالي بنسټونه د دغې پروژې مالي ملاتړ کوي، او کنه.