د طالبانو دفاع وزیر کابل کې د عالمانو غونډې ته: د ستونزو حل لپاره فتواوې راکړئ

د طالبانو دفاع وزیر په کابل کې د دیني عالمانو ناستې ته په خبرو کې له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې د "ځینو ستونزو د حل لپاره فتواوې ورکړي"

خو ملا محمد یعقوب مجاهد دا په ډاګه نه کړه چې د کومو ستونزو د حل لپاره له دیني عالمانو فتواوې غواړي.

ښاغلی مجاهد چې د طالبانو تحریک د بسنټګر ملا محمد عمر زوی دی، په خپلو خبرو کې بیا بیا د غونډې له ګډونوالو غوښتنه کوله چې "د شریعت په چوکاټ کې په ډاډه زړه نمګړتیاوې" د طالبانو حکومت ته په ګوته کړي او حل لارې یې وروښيي.

ښاغلی مجاهد وویل "له نژدې یوه کال راهیسې هېڅ اسلامي او نا اسلامي هېواد زموږ نظام په رسمیت نه دی پېژندلی، موږ ته مشورې راکړئ چې بهرنۍ تګلاره څنګه جوړه کړو چې نړۍ مو په رسمیت و پېژني".

نوموړی وايي، اوسنی نظام یې باید له لاسه ونه وځي او په افغانستان کې نوره جګړه نه غواړي.

پلازمېنه کابل کې د دیني عالمانو یوه لویه غونډه نن پیل شوې چې درې ورځې به دوام کوي. د باختر دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د مولوي حبیب الله حقاني په مشرۍ دا غونډه د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په وینا پيل شوه.

په رپوټ کې ویل شوي، ملا محمد حسن اخوند د غونډې له ګډونوالو مننه وکړه چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی. طالب چارواکي وایي ددې غونډې ګډونوال به د ملي یووالي او تل پاتې ثبات په برخه کې د دوی حکومت ته سلا مشورې ورکړي.

غونډې ته څېرمه د ډزو ضد او نقیض خبرونه

پر خواله رسنیو ځینو کارنانو او خبریالانو کابل کې د عالمانو جرګې ته څېرمه د ډزو د غږونو اورېدو تبصرې کړې دي.

په دوو وېډیوګانو کې چې پر خواله رسنیو ډېرې لاس په لاس کېږي، د ډزو غږونه پکې اورېدل کېږي، خو تر اوسه دا وېډیوګانې او د ډزو خبرونه طالبانو نه دي ‌تایید کړي.

ظاهراً‌ ددغو ډزو مسؤولیت د ازادۍ په نامه ملي جبهې پر غاړه اخیستی دی. دې جبهې ته نژدې کسانو پر خواله رسنیو لیکلي چې دا برید د دوی "چریکي کسانو" کړی.

د کابل پولیتخنیک سیمه کې یوه استاد- چې همالته یې کور دی - بي بي سي ته ویلي: "ډزې شوې دي او ښې پرېمانه، خو نور پرې خبر نه دی، چې چا کړې او ولې یې کړې دي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل د کابل خوشاله مینه کې پر یوه مشکوک ځای ډزې شوې دي. ښاغلی مجاهد وايي، له یوه کوره لاسي بم هم غورځول شوی دی خو د مرګژوبلې په اړه یې څه ونه ویل.

خو يوې سرچينې بي بي سي ته وويل چې په دې پېښه کې دوه بريدګر او يو ولسي وګړی وژل شوی.

د افغانستان ملي رادیو تلوېزیون لپاره د طالبانو ګومارل شوي رئیس احمد الله وثیق پر ټویټر لیکلي، دی د عالمانو جرګه کې دی "کاملا دروغ دي زه خپله د غونډې په خيمه کې يم. هيڅ نوعه مشکل نشته."

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند عبدالنافع ټکور هم پر ټویټر لیکلي: "غونډه الحمدلله په ښه نظم او ارامۍ سره روانه ده . هېڅ نوعه مشکل نسته ".

د باختر په رپوټ کې ویل شوي، د طالبانو رئیس الوزرا د غونډې ګډونوالو ته وویل: ''هغه خلک چې تېر شل کاله يې زموږ ولس در په در کړ، وطن يې را خراب کړ، اوس چې لاړل او زموږ لخوا هېڅ مشکل هم نه دی ورته متوجه، خو بيا هم زموږ ملت ته تکليف ورکوي. ''

ښاغلي حقاني وویل، "د مادي ګټو په موخه باید خدمت ونه کړو، د کونډو، یتیمانو، شهیدانو او مظلومو هېوادوالو اړتیاوې او غوښتنې په نظر کې ونیسو. موږ او تاسي به د دین او هیواد دواړو ګټې خوندي کوو."

ښاغلي حقاني زیاته کړه،‌ که هر سړی خپل مسئولیت ته متوجه شي، نو په اطمئینان سره وایم چې هر څه به سم وي.

"د نظام د مخالف سر ووهئ"

ورپسې له ګڼو ولایتونو راغلو مېلمنو او ګډونوالو ویناوې وکړې.

له هراته غونډې ته ورغلي عالم مولوي حبیب الرحمن انصاري وویل، څوک چې د دې نظام پر وړاندې راپورته شي، باید وځپل شي:

"که څوک د دغه اسلامي نظام په مقابل کې سر پورته کوي باید له منځه یووړل شي او سر یې ووهل شي".

د غونډې یوه بل ویناوال سید نصر الله واعظی بامیاني بیا د طالبانو له حکومته د نجونو پرمخ د تړل شویو ښوونځیو د بېرته پرانیستلو غوښتنه وکړه.

ښاغلي بامیاني وویل، هیله لري چې واکمن چارواکي د ټولمنلو، صمیمیت او ورورولۍ فضا رامنځ ته کړي.

په کابل کې د بي بي سي خبریال عنایت الحق یاسیني وايي، د غونډې په څنډو کې خورا کلک امنیتي تدبیرونه نیول شوي، ځای پر ځای د طالبانو حکومت بیرغونه لګول شوي، د غونډې تالار ته غځېدلی سړک د ترافیک پر مخ بند دی او د غونډې په سیمه کې تالاشي اخیستل کېږي.

د بي بي سي خبریال زیاتوي، خبریالانو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې د غونډې تالار ته ننوځي او ورته ویل شوي دي، چې د دوی لپاره یو ځانګړی ځای ټاکل شوی، چې همالته به معلومات ورکول کېږي او هغه طالب مشران چې له رسنیو سره غږیږي، همدې ځای ته به ورځي او دوی ته به معلومات ورکوي.

که څه هم ددې غونډې په تړاو ډېر څه لا روښانه نه دي او اجنډا یې هم ناڅرګنده ده، خو د بشري حقونو څار سازمان د افغانستان برخې څېړونکې هیدربار ویلي، تمه لري چې دا غونډه د نجونو زده کړو او بشري حقونو په اړه یو زېری له ځان سره ولري.

غونډه کې د ښځو ، ځوانانو او نوروسیاسي ګوندونو او شخصیتونو ګډون هم نه دی معلوم، نو ځکه په کې د نیول کېدونکو پرېکړو په اړه اندېښنې څرګندې شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بي بي سي ته وويل د غونډې د اجنډا د ټاکلو واک له ګډوانوالو سره دى:

'' د غونډې اجنډا په علماکرامو او مخورو سپین ږیرو پورې اړه لري چې غونډه کې ګډون کوي. حکومت یوازې د دوی لپاره زمینه برابره کړې ده، امنیت یې ورته تضمین کړی دی، د لوژستیکي مسائلو په هکله یې همکاري کوي، دا چې ګډونوال څه وايي، د بحث اجنډا یې څه ده، خبرې څنګه پر مخ ځي، دا د غونډې په ګډونوالو پورې اړه لري. ''

خو غونډې ته بلل شويو‌ ځينو کسانو بي بي سي ته ويلي طالبان غواړي‌ د همدې غونډې له لارې خپل نظام ته مشروعیت ورکړي او د ناستې له ګډونوالو بیعت وغواړي.‌ طالب چارواکي ټينګار کوي چې دا غونډه د ديني عالمانو د بيا بيا غوښتنې له امله جوړه شوې تر څو خپلې غوښتنې د طالب مشرانو پر وړاندې کېږدي.

افغانستان کې ځينې ديني عالمان بيا ماڼيجن دي چې ګواکې دې ناستې کې هغو علماو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې چې طالبانو سره د نظر باندى لري. د افغانستان د نهضت العلما د ټولنې د مشرتابه غړى فضل غني کاکړ ادعا کوي چې غونډې ته بلل شوي علما او قومي مشران تر ډېره طالب پلوي دي.

د طالبانو لخوا د علماوو دې لویې غونډې ته له وړاندې لا غبرګونونه څرګند شوي دي.

په دې لړ کې د ګډونوالو او غونډې د پرېکړو په هکله نیوکې شوې او لویه برخه خلک، په ځانګړې توګه ښځې ترې ځان ګوښه شوی بولي.

د دې مخالفتونو په ترڅ کې تازه د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند د طالبانو حکومت تورن کړی دی، چې د جرګې او شورا له دیني او ملي اصطلاحاتو د ځان په ګټه کار اخلي.

د طالبانو ضد 'مقاومت جبهې ' بیا په یوه اعلامیه کې د دې غونډې په هکله ویلي ''د ګډوډۍ او بې ثباتۍ په دې وضعیت کې اشغالګره ډله غواړي د علماوو یا جرګې په نامه نړیواله ټولنه او ولس تېرباسي او د مشروعیت ادعا وکړي. ''

کابل کې د علما نننۍ ناسته کې د ښځو نه شتون، دې غونډې سره په تړاو يوه بله ناندريزه موضوع ده. د ښځو د حقونو فعالانې د ښځو نه حضور د دې ناستې يوه لويه نيمګړتيا بولي.

د پارلمان پخوانۍ غړې او سياستواله شينکۍ کړوخيل وايي پر ښځو لګېدلو محدوديتونو ته په پام د دوى حق جوړېده چې دې غونډه کې يې حضور لرلى او د خپلو ستونزو په تړاو يې خبرې کړې واى. نوموړې وايي:

''که له دې فرصته مثبته ګټه اخیستل شوې وای، هم به د طالبانو حکومت ته ګټه رسېدلې وای او هم به د ولس ستونزې حل شوې وای. نړیوال به هم مطمئن شوي وو، چې ورو، ورو یو مدني میکانیزم رامنځته شوی او خلک د مسائلو په هکله اندېښنې او وړاندیزونه شریکولای شي، بحث پرې کولای شي او یوې پایلې ته سره رسېدلای شي. ''

ښايي ګرانه وي چې غونډه کې د کېدونکو پر ېکړو وړاندوينه وشي، خو په ځينو کړيو کې يو ډول ډېره محتاطه خوشبيني هم څرګنده شوې. ځينې هيلمن دي چې دا غونډه به د نجونو زده کړو او بشري حقونو په اړه یو زېری له ځان سره ولري.

د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، دا لومړی ځل دی چې کابل کې د دیني عالمانو لویه غونډه جوړېږي.

په دې غونډه کې به له هرې ولسوالۍ دوه دیني عالمان او یو قومي مشر او له هرې ښاري ناحیې دوه قومي مشران او یو دیني عالم ګډون کوي او د ټولو ګډونوالو شمېر ښايي تر ۳۵۰۰ کسانو ورسېږي.