تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پوتین: غواړو د افغانستان ټول قومونه د هېواد حاکمیت کې برخه ولري
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تاجکستان له ولسمشر سره لیدنه کې ویلي، له طالبانو سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کار کوي او غواړي د افغانستان ټول قومونه د هېواد په حاکمیت کې برخه ولري.
ښاغلي پوتین د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې له ددغه هېواد له ولسمشر امام علي رحمان سره تر خبرو ورسته یوه خبرپانه کې ویلي، روسیې د افغانستان د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د پراخولو هڅې پیل کړې دي.
دا پر اوکرایین د روسیې تر یرغل وروسته د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ښاغلي پوتین لومړنی سفر دی.
د کرملین په خبرپاڼه کې راغلي، پوتین له ښاغلي رحمان سره خبرو کې ویلي، "موږ په دې هېواد [افغانستان] هر کار ته چمتو یو چې وضعیت عادي شي، هڅه مو دا ده چې له پوځي ځواک سره چې اوس یې وضعیت په لاس کې دی، اړیکي ورغوو."
ښاغلي پوتین ویلي، افغانستان کې چې څه روان دي ټول پرې پوهېږو، خو "دا ډاډ ترلاسه کول اړین دي چې په سیمه کې وضعیت عادي کول زموږ ټولو ګډ مسؤلیت دی، او هېڅوک (هېڅ ګاونډی) بل ګاونډی ونه ګواښي او دا د افغانستان د څو ژبنیز ملت په ګټه هم دی".
د افغانستان ګاونډي تاجکستان کې د روسیې لویه پوځي اډه ده او دغه هېواد له افغانستان سره اوږده پوه هم لري.
که څه هم روسیې طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي، خو طالبان دا مهال په روسیه کې خپل استازی لري او وروستیو کې یې د روسیې پیټرزبرګ نړیواله اقتصادي غونډه کې هم ګډون کړی و.
په پام کې ده چې ښاغلی پوتین د چارشنبې په ورځ د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد ته د کسپین سمندر ساحلي هېوادونو اړونده سرمشریزه کې ګډون وکړي چې په لړ کې به یې د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره هم وګوري.