'افغانستان کې د تریاکو پراخ تولید د هېرویینو تولید ډېروالي لامل شوی'

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې په یوه تازه رپوټ کې ویلي، چې تېر کال په نړیوال کچ د هېرویینو په تولید کې ۷ سلنه ډېروالی راغلی چې لامل یې په افغانستان کې د تریاکو پراخ تولید یاد شوی دی.
دې ادارې په وروستیو کې په ځینو هېوادونو کې د چرسو د قانوني کېدو، په بازارونو کې د مصنوعي نشه يي توکو د خپرېدو او د روږدو کسانو د درملنې لپاره د امکاناتو د لږوالي په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.
"یو اېن او ډي سي" وايي، د دوی رپوټ ښيي چې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د نړۍ په کچه د هېرویینو اوه سلنه زیاتوالی ښيي او د تولید کچه یې ۷۹۳۰ ټنو ته رسېږي، په داسې حال کې چې وړم کال دغه کچه یوازې ۷۴۳۰ ټنه وه.
راپور وايي، د هېرویینو د کچې لوړوالی په افغانستان کې د تریاکو د کچې د تولید له زیاتوالي سره تړلی دی.
خو په ورته وخت کې د کوکنارو تر کښت لاندې نړیواله ساحه ۱۶ سلنه کموالی ښيي او په ټوله نړۍ کې دوه لکه او شپږ څلوېښت زره هکټاره ځمکه د کوکنارو کښت پوښلې وه.
ددغه راپور له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۸۴ میلیون کسان په نشه يي توکو روږدي وو چې عمرونه یې له ۱۵ تر ۶۴ کلونو وو.
دا شمېر د تېرې لسیزې پر تله ۲۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
راپور ښيي، په ټوله نړۍ کې ۱۱٫۲۲ میلیونه خلک د پیچکارۍ له لارې نشه يي توکي کاروي چې شاوخوا نیمايي یې د تور ژیړي، یو اعشاریه څلور میلیونه یې په اېډز یا اېچ ای وي او یو اعشاریه دوه میلیونه یې بیا په دواړو ناروغیو اخته دي.
ددې موندنو په غبرګون کې د یو اېن او ډي سي اجرائیه مشر ویلي د ډېری نشه يي توکو د تولید او نیونې شمېر د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلی دی.
راپور زیاتوي، په ځینو شخړمنو هېوادونو کې د جګړې ښکېلې غاړې د جګړې د تمویل او پر مخ بېولو لپاره د نشه يي توکو له کاروباره د خپلې عایداتي سرچینې په توګه ګټه اخلي.
د ۲۰۲۲ د نشه يي توکو نړیوال راپور دا هم ښیي چې شخړې ممکن د نشه يي توکو د قاچاق لارې ګډې وډې او بدلې کړي، لکه څنګه چې بالکان او په وروستیو کې په اوکرایین کې رامنځ ته شوې دي.









