طالبانو افغانستان کې د کوکنارو پر کرکیله بندیز ولګاوه

Opium harvest

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، د طالبانو مشر په افغانستان کې د کوکنارو پر کرکېله د بندیز امر کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله یوه اعلامیه خپره کړې، چې پکې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند زاده له قوله ویل شوي، له دې وروسته هېڅوک اجازه نه لري، چې په افغانستان کې کوکنار وکري.

په امر کې راغلي که څوک له دې امره سرغړوونه وکړي، د کوکنارو کرونده به یې له منځه وړل کېږي او ''له اسلامي شریعت سره سم '' چلن به ورسره کېږي.

په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي: ''په ټول هېواد کې د نشه يي موادو د ټولو ډولونو لکه شراب، هیروئین، شیشه، ټابلیټ کا، چرس او نورو ټولو نشه کوونکو توکو استعمال، انتقال، پېر او پلور، تجارت، واردات او صادرات او د نشه یي توکو د تولید کارخانې په جدي توګه منع دي. ''

طالبان وايي، له دې امره سرغړوونکي به د دوی حکومت د عدلي او قضايي ادارو لخوا تعقیب او مجازات شي.

افغانستان په نړۍ کې د مخدره توکو له خورا لویو تولیدونکو هېوادونو یو دی، چې دا وروستیو کې له کوکنارو د ترلاسه کېدونکي هیروئین تر څنګ پکې د یوه بل خورا خطرناک نشه يي توکي کرېسټال یا شیشې تولید هم ډېر شوی.

Scales and bags of opium can be seen at a market in Kandahar, Afghanistan
د عکس تشریح، په کندهار کې د مخدره توکو پېر او پلور یو بازار (ارشیف تصویر)

اټکلونه ښيي په افغانستان کې کرل شوي کوکنار د نړۍ مخدره موادو بازارونو کې اتیا سلنه ونډه لري، چې له دې مخکې هم پرې رسماً بندیزونه لګېدلي وو، خو د عمل په ډګر کې یې ډېر اغېز نه لیدل کېده.

له مخکې داسې اټکل کېده، چې طالبان به بالاخره د کوکنارو پر کروندو بندیز لګوي او د ځايي کروندګرو په وینا د بیو لوړېدل د دې لامل شول، چې لا زیات کوکنار وکرل شي.

طالبانو په خپله لومړنۍ واکمني کې هم پر کوکنارو بندیز لګولی و، که څه هم وروسته داسې رپوټونه وو، چې د جګړې پر مهال طالبانو له همدې لارې د ماليې په بڼه عاید ترلاسه کاوه، خو دوی تل دا رپوټونه رد کړي دي.