هند کې له 'افغانستانه راوړل شوي' نژدې درې ټنه هیروین نیول شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند ګمرک چارواکو د دغه هېواد ګجرات ایالت په بندر کې نژدې درې ټنه هیروین نیولي دي، چې ارزښت یې دوه اعشاریه اووه میلیاردو ډالرو ته رسېږي.
چارواکو بي بي سي ته وویل، د دې مخدره توکو د کره ارزښت معلومولو لپاره دولتي لابراتوار کې ازموینه روانه ده.
په دې هکله د هندي چارواکو له لوري یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د قاچاقي بار په تړاو دوه کسان نیول شوي او له یو شمېر نورو پوښتنې ګروېږنې شوې دي.
ویل کېږي، د مخدره توکو دغه قاچاقي بار لومړی ځل له افغانستانه د اوړه شویو کاڼو په نامه استول شوی.
د هند ګجرات ایالت موندرا بندر ته بیا دغه مواد له ایرانه استول شوي وو.
د هند ګمرکونو اړوند استخباراتي اداره (ډي ار ای) مسوولین وايي، دوی ته رپوټ ورکړل شوی و، چې د ایران له بندر عباس نه یو بار راوړل کېږي، چې مشکوک دی او ګومان کېږي مخدره توکي پکې شامل دي.

د عکس سرچینه، AFP
استخباراتي چارواکي وايي، دوی ته دا هم معلومه شوې چې د وجې واړه سیمې یو شرکت دغه بار واردوي.
د ډي ار ای ادارې په یوه اعلامیه کې راغلي:
''کله چې زموږ افسرانو دغه بار معاینه کړ، مشکوک مخدره مواد پکې وموندل شول او ثابته شوه چې دا هیروین دي. ''
هندي چارواکي وايي، د پلازمېنې ډیلي، احمد اباد او چنای په ګډون د هېواد په یو شمېر ښارونو کې په دې هکله پوښتنې ګروېږنې او پلټنې پیل شوې دي.
د ادارې په اعلامیه کې راغلي:
''تر اوسه شویو پلټنو کې معلومه شوې چې دې کې یو شمېر افغانان هم شامل دي چې اوسمهال ترې پوښتنې ګروېږنې کېږي. ''
د جرمونو او مخدره توکو سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یو این او ډي سي) مسوولینو د معلوماتو له مخې افغانستان په نړۍ کې د کوکنارو تر ټولو زیات محصولات لري، چې د ټولې نړۍ اتیا سلنه کېږي.
کوکنار بیا له بېلا بېلو پروسو تېرېږي، چې بالاخره ترې د هیروینو په ګډون یو شمېر خورا خطرناک نشه يي توکي چمتو کېږي.









