د افغانستان پنځه خونړۍ زلزلې

وړمه نیمه شپه (د چنګاښ لومړۍ نېټه /۱۴۰۱/ چهار شنبه) افغانستان کې سخته زلزله وشوه چې د افغانستان په معاصر کې تاریخ یوه خونړۍ زلزله ګڼل کېږي.

يوازې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې د زلزلې په لومړيو ساعتونو کې د مړو شمېر تر زرو واوښت او لا هم یو شمېر کسان تر خاورو لاندې دي.

طالب چارواکو او د افغانستان سیاسي مشرانو له نړیوالې ټولنې په یوه غږ بېړنۍ مرسته وغوښته.

افغانستان هغه هېواد دی چې ډېرې زلزلې په کې کېږي. یوازې په تېرو دریو لسیزو کې زرګونه کسان د زلزلو له کبله ټپیان او وژل شوي دي او زرګونه کورنۍ یې بې سرپناه او بې ځایه کړې دي.

د هندوکش په غرونو کې د ۲۰۱۵ کال زلزله

د ۲۰۱۵ کال د اوکتوبر پر ۲۶ د دوشنې پر ورځ د هندوکش غرونه د ۷.۵ درجې زلزلې ولړزول.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د دغې زلزلې مرکز د بدخشان جرم ولسوالۍ ته څېرمه ۱۹۶ کیلومتره ژور تر ځمکې لاندې ښودلی و.

هغه مهال حکومتي چارواکو اعلان وکړ چې له ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۶۰۰ ټپیان دي او په پاکستان کې هم د زلزلې له امله ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي.

د ۲۰۰۲ کال د بغلان زلزله

د ٢٠٠٢ کال د مارچ د مياشتې په ٢٦ نېټه د بغلان ولايت نهرين ولسوالۍ د ريښتر په کچه ٦ درجې زلزلې ولړزوله.

د پخواني حکومت چارواکو اعلان وکړ چې له ۱۱۰۰ زیات کسان په کې وژل شوي دي.

ويل کېږي، د دغې زلزلې له امله نهه کلي او څه ناڅه سل زره کورنۍ بې کوره شوې وې.

په نهرین کې زلزله په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ایتلافي ځواکونو د ورتګ په لومړیو میاشتو کې وشوه او د پېښې ځای ته په لویه کچه بشري مرستې رسېدلې وې او ټپیان روغتونونو ته په خپل وخت رسول شوي وو

۱۹۹۷ کال کې د افغانستان او ایران پر پوله زلزل

د افغانستان او ایران پر پوله د ریښتر په کچه ۷.۲ درجې زلزلې په دواړو هېوادونو کې تر ۱۵۰۰ ډېر کسان وژلي وو او تر ۱۰۰۰۰ ډېر کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ کړي وو.

د دغې زلزلې له امله تر سلو میلیونو ډالرو زیات زیان اوښتی و.

د امریکا جیولوژیکي سروې یاده زلزله په ۱۹۹۷ کې د نړۍ ترټولو خونړۍ زلزله بللې وه.

په تخار کې د ۱۹۹۸ کال دوه زلزلې

د ۱۹۹۸ کال فبرورۍ او مې میاشتې کې د تخار زلزله کیدای شي د افغانستان په معاصر تاریخ کې تر ټولو خونړۍ زلزله وي.

په دواړو زلزلو کې د مړو شمېر تر ۷۰۰۰ اوښتی وو او په زرګونه کورونه وېجاړ شوي وو

د ۱۹۹۰ لسیزې په وروستیو کې افغانستان له سختو حالاتو سره مخ و.

طالبانو د هېواد پر ډېرو برخو واکمني کوله خو تخار ولایت چې دوه زلزلې په کې شوې وې د احمدشاه مسعود په مشرۍ د طالبانو ضد جبهه تر واکمنۍ لاندې و.

هغه مهال زلزله ځپلو سیمو ته د مرستو رسول ډېر سخت و.

بلخوا زلزله ځپلو سیمو کې د خرابې هوا او سخت جغرافیي موقعیت له کبله د زلزلې او زیانونو په اړه کره معلومات خپاره نه شول.