تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره لږ تر لږه ۱۵ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لرو
ملګري ملتونه وايي چې د اوسني اټکل له مخې لږ تر لږه ۱۵ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري چې دوی يې له زلزله ځپلو سره په بېلا بېلو برخو کې مرسته وکړای شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکی رمیز الااکبروف وايي، "دغه مرستې یوازې د دې لپاره نه دي په کار چې خلکو ته غیر خوراکي توکي او روغتیايي مرستې ورسوو او سرپناه ورته برابره کړو بلکې له سېلاوونو، زلزلو او اورښتونو وروسته ځينو پیدا کېدونکو ناروغیو ته هم اندېښمن یوو چې باید مخه یې ونیول شي".
افغانستان کې د تېرې سې شنبې شپې زلزلې له کبله د پکتيکا او خوست ولايتونو کې لږ ترلږه زر تنه وژل شوي او ۱۵ سوه نور ټپیان دي.
د ځايي چارواکو په وينا زلزلې د ځاني زیان تر څنګ ګڼ مالي زيان هم اړولی دی.
ښاغلي اکبروف دغه خبرې څو شېبې مخکې له کابله خبریالانو ته په یوه ویډيويي کنفرانس کې کولې او زیاته یې کړه چې د سختو اورښتونو په ترڅ کې خلکو ته د روغتیايي لارو چارو په اړه پوهاوی ورکول اړین دي، کنه نو ښايي په راتلونکي کې خلک له ناوړه وضعیت سره مخ شي.
ښاغلي اکبروف وویل چې که څه هم سیمې ته یې مرستندویه ډلې رسېدلې دي خو د سختو ورښتونو او توندو بادونو له کبله یې کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو دغه استازی همدا راز وايي چې له بېلا بېلو اړوندو ادارو سره په ګډه همغږۍ ۴۵ امبولانسونه او لس ټنه روغتیايي توکي پکتیکا ته لېږل شوي دي چې درمل، خېمې او ځينې نور روغتیايي توکي پکې شامل دي.
دی زیاتوي، "د جراحانو او ډاکټرانو تر څنګ مو شاوخوا ۱۸ ګرځنده طبي ډلې پکتیکا ته لېږلې دي او سپېرې ولسوالۍ ته جلا اته امبولانسونه او د روغتیا پالو دوه ډلې لېږل شوې دي".
ښاغلی اکبروف همدا راز وايي چې اوس یې ډېره توجه سختو زیانمنو شویو سیمو ته ده چې ګېلان یې له ډلې یوه ده. د ده په خبره، هلته زلزلې تر ټولو ډېر ویجاړی کړی دی.