طالبان وایي تالقانو کې یې داعش وسلوال وژلي؛ ځایي خلک وایي طالبانو خپلمنځي نښته کړې

    • Author, ملایکه احمدزۍ
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د شمالي ولایت تخار مرکز تالقان ښار کې نن ( شنبه ۲۲ غبرګولې) وسله واله نښته شوې چې د طالبانو په وینا ۷ تنه په کې وژل شوي او دوه تنه ټپیان دي.

د طالبانو حکومتي چارواکي وايي، وژل شوي کسان د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش غړي دي.

پېښه د تخار ولایت مرکز تالقان ښار څلورمه امنیتي حوزه کې رامنځته شوې چې د ښار مرکزي سیمو ته نږدې موقعیت لري او یوه ګڼ میشته سیمه ده.

د طالبانو د چارسمبالي حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل:" تالقان کې مو د داعش یوه ځاله تر څار لاندې وه او نن مو ځواکونه د هغوی نیولو ته واستول چې د عملیاتو په لړ کې ۷ تنه داعشیان ووژل شول او ۳ تنه مو ژوندي ونیول."

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې یاده جکړه کې د دوی ۲ تنه سرتیري ټپیان شوي دي.

همدارنګه د طالبانو مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر ټویټر یوه بیان کې ویلي:"په دې عملیاتو کې د خوارجو ( هغه ټکی چې طالبانو یې داعش ډلې وسله والو ته کاروي) د تمویل، تجهیز او روزنې مرکز له منځه وړل شوی او د دې ډلې د مهم قوماندان یونس ازبکستاني په ګډون اته وسله وال وژل شوي دي."

خو عیني شاهدان ادعا کوي چې نښته د طالبانو د دوه ډلو ترمنځ شوې. دوی وايي دواړو خواوو یو د بل پرضد په دې نښته کې سپکې او نیمه درنې وسل کارولي دی.

د تالقان اوسيدونکي وايي د نښتې په سیمه کې ګڼ طالب وسله وال پر لارو او کوڅو لیدل کېدل او چاته یې اجازه نه ورکوله چې دې سیمه کې تګ راتګ وکړي او یا له کورونو راووځي. ځايي اوسېدونکو دغه راز ویلي چې په ځینو کورونو کې هم مرمۍ لګېدلي، خو ولسي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د مخکني ولسمشر مرستیال امرالله صالح بیا پر ټویټر یوه بیان کې ادعا کړې چې تالقانو ځکه نښته رامنځته شوې چې د ده په وینا حقاني شبکه غواړي پر تخار خپل کنټرول ټېنګ کړي. دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو بیا واک ته رسېدو وروسته د خپل منځي نښتو رپوټونه ورکول کیږي، خو طالبانو تل دا رپوټونه رد کړي دي.

له بلې خوا له دې وړاندې هم طالبانو په ځینو ورته نښتو کې د داعش اړوند وسله والو د وژلو ادعا کړې ده.

روسیه ادعا کوي چې د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې اړوند زرګونه وسله وال ځای پر ځای دي، او دا د روسي چارواکو په وینا د افغانستان شمالي ګاونډیو او د روسیې امنیت ته خطر دی.

خو طالبان وايي داعش افغانستان کې ځپل شوی او لوی امنیتي ګواښ نه دی.