تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د خبریالانو ټولنو رسنیو ته د طالبانو او حکومت 'خبرداری' وغانده
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د خبریالانو ټولنې د هغه څه غندنه کړې چې دوی یې د طالبانو او د افغانستان ملي امنیت ریاست لخوا رسنیو ته ښکاره خبرداری بولي.
همدا راز د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا 'نی ' ویلي، دا ډول خبرداري د افغانستان په رسنیو کې د ډار او وېرې لامل کېدای شي.
د افغانستان د ملي امنیت د رئیس له خولې ویل شوي چې د ولسي جرکې په یوه سري غونډه کې یې د طالبانو په ګټه د یو شمېر خبریالانو او شنونکو کړنې د نه زغملو وړ ګڼلې دي.
ورته مهال وسله والو طالبانو هم خبرداری ورکړی چې د ناسمو اطلاعاتو د خپرولو او د نابې پريتوب په صورت کې دې خبریالان د پایلو مسوولیت ته متوجه شي.
دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په ترڅ کې د دغه هېواد سیاسي وضعیت ډېر حساس شوی او پر خبریالانو رواني فشارونه ډېر شوي دي.
د ملي امنیت رییس او طالبانو څه ویلي؟
تازه د افغانستان د ولسي جرګې یوه غړي عارف رحماني د ملي امنیت د رییس له خولې پر خپله ټوېټر پاڼه ادعا کړې چې ضیا سراج د ولسي جرګې په یوه سري غونډه کې ویلي، "د طالبانو په ګټه د یو شمېر ټلوېزیونونو تبلیغات ټکان ور کوونکي دي."
ښاغلي رحماني زیاته کړې، د ملي امنیت رئیس ویلي، د رسنیو دا کار د بیان له ازادۍ ناوړه ګټه اخیستنه ده او دا نه شي زغملی."
خو د افغانستان ملي امنیت ادارې مسوولین وايي، د بیان ازادۍ په هکله د دې ادارې د مشر خبرې له ''لاسوهنې وروسته، له واقعیته په لېرې او یو لوریز ډول '' پارلمان کې وړاندې شوې دي.
ملي امنیت په دې هکله یوه اعلامیه کې ویلي:
''له لاسوهنې وروسته په عمومي فضا کې د سري ناستو محتویاتو افشا کول د نه منلو وړ او له اساسي قانون او د ولسي جرګې له داخلي وظایفو سره ټکر کې کړنه ده. ''
د دغې ادارې په اعلامیه کې زیاته شوې: ''ملي امنیت اداره رسنۍ د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو اصلي ساتونکي بولي او د امنیتي ادارو او رسنیو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو ساتونکي دي. ''
په ورته وخت کې وسله والو طالبانو ویلي، یو شمېر رسنۍ د دولت په ګټه تبلیغات کوي او د دوی په خبره، د ملي امنیت اداره د دې چارې تر شا ده.
د طالبانو ویاند رسنیو ته خبرداری ورکړی چې په دې حساسو شرایطو کې د دولت د تبلیغاتو وسیله نه شي او زیاته کړې یې ده، د ورته کړنو د پایلو مسوولیت به پر رسنیو او د رسنیو پر کارکوونکو وي.
دې خبرداریو ته د رسنیزو ادارو غبرګون
دغو څرګندونو په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړي بنسټونه اندېښمن کړي دي. د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی پخپل غبرګون کې ویلي، دا چاره په افغانستان کې د رسنیو او د بیان د ازادۍ د محدودولو په معنا دی.
د نی ادارې مشر مجیب خلوتګر باوري دی چې د افغانستان د جګړې ښکېلو خواوو پرته له دې چې ملي او نړیوال قوانین په پام کې ونیسي، رسنیو ته خبرداري ورکړي او دا کار له قانون سره په ټکر کې دی.
ښاغلي خلوتګر ویلي، طالبان باید پوه شي چې د افغانستان رسنۍ ازادې دي، د قانون پر بنسټ عمل کوي او هیڅوک نه شي کولی د استخباراتي وسیلې په توګه یې وکاروي او د ملي امنیت رئیس ته په خطاب کې یې ویلي، په اوسنیو شرایطو کې د رسنیو محدودول د نظام او سولې په ګټه نه دي.
له بل لوري د خبریالانو د خوندیتابه کمېټې هم د ملي امنیت له رئیس غوښتي چې ده ته د منسوبو څرګندونو په اړه دې وضاحت ورکړي.
دغې کمېټې د رسنیو په اړه د طالبانو څرګندونې د خبریالانو لپاره ګواښ ګڼلی دی.
نی له افغان دولت څخه غوښتي د خبریالانو لپاره خوندي چاپیریال رامنځته کړي چې په دې حساسو شرایطو کې د اطلاع رسونې چاره په ښه ډول وشي.
یادې ادارې له طالبانو هم غوښتنه کړې چې د افغانستان د جګړې د یوه اړخ په توګه باید د جګړې نړیوالو قوانینو ته ژمن و اوسي چې په هغو کې رسنیو ته ګواښ جرم ګڼل کېږي.
د افغانستان د ملي امنیت ادراې مشر ضیا سراج د ولسي جرګې د غړي عارف رحماني د ټویټونو او همدارنګه د نی او د خبریالانو د خوندیتابه کمېټې د څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي .