تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بشري حقونو کميسیون: وروستیو هدفي وژنو افغانستان کې عمومي وېره خوره کړې
د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي وروستۍ هدفي وژنې او مطرح څېرو ته ورپېښ ګواښونه په دې هېواد کې د عمومي ویرې او د خبریالۍ کار د سانسورېدو سبب شوي دي.
دې کمیسیون په یوه خبرپاڼه کې اندېښنه ښودلې چې روان وضعیت د بیان ازادي، تګ راتګ او د رسنیو فعالیت له ګواښ سره مخ کړی دی.
یاد کمیسیون له دې غونډې د خبریالانو له خولې ویلي چې وروستۍ وژنې او چاودنې د خبر رسولو کار له رواني فشارونو سره مخ کړی او وېره یې زیاته کړي ده.
د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون مرستیال نعیم نظري ویلي د وېرې دا فضا ټولنې او په ځانګړي ډول په ولایتونو کې څېړنیزو خبریالانو ته ناوړه پایلې لرلی شي.
نوموړی وایي،"له بده مرغه هغه لوړ ګواښونه چې خبریالانو، مدني فعالانو او د بشر حقونو ملاتړو ته ور پېښ دي، د معلوماتو رسولو مسولیت یې سخت ستونزمن کړی ځکه کله چې خوندي فضا نه وي دوی نشي کولای په ارام زړه خپل کار ته دوام ورکړي او دا کار د دې سبب کېږي چې دا قشرونه له سانسورۍ سره مخ شي ."
ښاغلی نظري وایې د دوی معلومات ښيي چې د امنیتي ګواښونو له کبله په ولایتونو کې ځينې نجونو خبریالانو خپل کار پریښی دی.
د بشري حقونو کمیسیون په همدې تړاو یوه خبرپاڼه کې د ځينو خبریالانو له حوالې ویلي چې له امنیتي ننګونو ور ها خوا د ولسوالیو او ولایتونو په کچه معلوماتو ته لاس رسی هم له پخوا سخت شوی.
د یاد کمیسیون مرستیال نعیم نظري وایې ځينو خبریالانو ورته ویلي له ګواښ سره مخ کېدو په صورت کې یې چې کله هم ستونزه له دولتي ادارو سره شریکه کړې ورته لازمه پاملرنه نه ده شوې.
افغان حکومت: د خبریالانو خوندیتوب مو لومړیتوبونو کې دی
د افغانستان کورنیو چارو او کلتور وزارتونو بیا ویلي د خبریالانو ژوند او ازاد کار ته پام یې په لومړیتبونو کې دی او د خوندیتابه لپاره یې نوي تابیاوې نیسي.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې د وروستیو وژل شویو خبریالانو په تړاو یې لږ ترلږه شپږ کسان نیولي او په وینا یې لا یې هم پلټنې روانې دي.
ولسمشر محمد اشرف غني بیا تېره ورځ د کابینې په فوق العاده غونډه کې هم په هدفي بریدونو کې د وژل شویو خبریالانو او مدني فعالانو په ستونزو وغږېد او امنیتي بنسټونو ته یې د خپلو امنیتي تدابیرو ډېرولو لارښونه وکړه، هغه په ټولو نورو دولتي ادارو هم غږ کړی چې په بریدونو کې زیانمنو شویو کورنیو ته په بېړني ډول رسېدل یقیني کړي.
په داسې حال کې چې د بشري حقونو کمیسیون د حکومت لخوا د ولایتي ویاندویانو بستونو په ختمولو هم اندیښنه ښودلي او دا کار یې د بیان ازادۍ خلاف بللی ولسمشر محمد اشرف غني د کابینې په دې غونډه کې د ویاندویانو بستونو د نه لغوه کیدو ویلي خو ټينګار یې کړی چې ولایتي ویاندویان باید په امنیتي او ستراتژیکو موضوعاتو له امنیتي بنسټونو سره په همغږی رسنیو ته معلومات ورکړي.
له دې وړاندې تېره اونۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر ویلي وو چې د اطلاعاتو رسولو مسولیت به خپله د والیانو کار وي.