طالبان د بشري حقونو څار سازمان ته: موږ ته له بشري حقونو سرغړونې مه منسوبوئ، دا انصاف نه دی

د طالبانو حکومت د بشري‌ حقونو څار سازمان هغه رپوټ ته غبرګون ښکاره کړی چې ویلي یې دي، په پنجشېر کې له وسله والو مخالفینو سره د تړاو په تور یې ځايي‌ اوسېدونکي په ناقانونه ډول توقیف کړي او وهلي ټکولي دي.

طالبانو د دغه سازمان رپوټ بې بنسټه بللی او ویلي یې دي چې،‌ "موږ ته د بشري حقونو نقضول منسوبول انصاف نه دی" او دا ډول رپوټونه د "بې بنسټه مالوماتو" له مخې د دوی پر ضد د "تبلیغاتو هڅه" ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته که څه هم وویل چې د دوی له لوري د چا د شکنجه کولو ثبوت نشته او تر پخوا اوس د بشر حقونه ډېر خوندي دي خو په نامستقیم ډول یې په پنجشېر کې د ځینو خلکو او د یو شمېر خبریالانو نېول او هغوی ته "توصیه" کول منلي دي.

هغه څه چې د بشري حقونو څار سازمان هم پخپل رپوټ کې یاد کړي او له کبله یې طالبان د بشري‌ حقونو پر نقضولو تورن کړي دي.

ښاغلي مجاهد وویل، "د پنجشېر په بېلا بېلو ځایونو کې د امنیت ضرورت دی. که چا باندې د وسلو د لېږد شک شوی او یا یې داسې اقتدام کړی وي نو طبعي خبره ده چې نېول کېږي، تحقیقاتي ادارو او بیا محاکمو ته سپارل کېږي. خو هغه ځای کې نه له چا سره زور زیاتی شوی او نه داسې کومه بېلګه شته".

طالبان داسې مهال دا غبرګون ښکاره کوي چې د بشري‌ حقونو څار سازمان نن [جمعه] په یوه اعلامیه کې ویلي، له هغه وروسته چې پنجشېر کې د طالبانو وسله والو بریدونه پیل کړل، د مې میاشتې له نیمايي راهیسې طالبانو پنجشېر ته اضافي امنیتي کسان لېږلي، کورونه یې تالاشي کړي او هغه کسان یې نیولي چې دوی پرې د مخالفینو ملګرتیا شکونه کوي.

طالبان همدا راز د خبریالانو او مدني فعالانو د شکنجه کولو خبره هم ردوي او وايي،

"کله کله د استخباراتو له خوا د ځینو هغو خبریالانو احضارول،‌ توصیه ورته کول او بېرته رخصتول چې رسنیز اصول نه عملي کوي، په دې مانا نه ده چې هغوی شکنجه شول او یا یې حق ضایع شو. په ټولو هېوادونو کې معمول دی چې که څوک د هېواد د قوانینو، امنیت او نظام پر ضد پارونې کوي زنداني او شکنجه شي، خو دلته یوازې توصیه ورته کېږي".

طالبان داسې مهال د خلکو د شکنجه کولو خبرونه ردوي چې واک ته له رسېدو راهیسې د دوی په لاس د بېلا بېلو مدني فعالانو، خبریالانو او د دوی سیاسي مخالفانو د شکنجې، په زور د تري تم کولو او بندي کولو رپوټونه ورکول کېږي.

د بشري حقونو څار سازمان په نننۍ اعلامیه کې تر ډېره د پنجشېر په مسئله کې طالبانو باندې تورونه پورې شوي دي.

د بشري حقونو څار سازمان کې د اسیا برخې یوه مشره پاتریشیا ګوسمان په دې هکله وايي: ''د ملي مقاومت جبهې پر وړاندې جګړه کې طالبانو ملکي خلک وهلي ټکولي دي. په خپلو لیکو کې د هغو کسانو ته په سزا ورکولو کې د طالبانو پاتې راتلل چې جدي سرغړونې کوي، د لا نورو ملکي خلکو ژوند له خطر سره مخامخوي. ''

د یاد سازمان په اعلامیه کې زیاته شوې، طالبانو په نورو ولایتونو کې د تالاشیو لړ کې وژنې کړې، ځینې نیول شوي وسله وال مخالفین یې تري تم کړي، چې د اعلامیې په ټکو دا ډول فعالیتونه جنګي جرمونه دي.

د بشري حقونو څار سازمان د بشري حقونو هغو مدافعینو له قوله چې د طالبانو لخوا له نیول شوی او بېرته خوشي شویو کسانو سره یې مخامخ خبرې کړې وايي، طالبانو د جون په لومړیو کې د پنجشېر په خنج ولسوالۍ کې نژدې اتیا ملکي کسان ونیول، تشدد یې پرې وکړ او د ملي مقاومت جبهې په هکله یې معلومات ترې غوښتل.

په رپوټ کې ویل شوي، طالبانو له څو ورځو توقیف وروسته ۷۰ کسان خوشي کړل، خو لس کسان یې د مخالفې ډلې د غړیتوب په تور بندیان وساتل، چې د رپوټ په ټکیو په ډله ییزه توګه د سزا ورکولو یو ډول دی.

له دې وړاندې د بشر حقونو د څار سازمان ويلي و پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو سره هلته د بشر له حقونو سرغړونې ډېرې شوې دي.

د بشر حقونو سازمان له دغو سرغړونو د طالبانو راګرځولو لپاره او همدا راز افغانستان کې د "تاوتریخجنو او ترهګریزو فعالیتونو'' د غبرګون کې د دوی پر دریو مشرانو د بندیزونو تازه کولو غوښتنه هم کړې ده.

واک ته د طالبانو له رسېدو څه موده وروسته داسې رپوټونه ورکړل شول چې د طالبانو په لیکو کې ځینې کسان ځورونې کوي او د پخواني حکومت د کسانو او په ځانګړې توګه له پخوانیو پوځي افسرانو نه کسات اخلي.

ملا یعقوب د طالبانو تر ټولو لوړپوړی چارواکی دی چې تېر سپتمبر کې یې ومنله چې د طالبانو په لیکو کې داسې کسانو ځای نیولی چې د ده په وینا 'بد او فاسد خلک' دي.

هغه طالب چارواکو ته خبرداری ورکړ چې په خپلو لیکو کې د داسې کسانو له ساتلو ډډه وکړي.

په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته طالبانو د افغان حکومت او امنیتي ځواکونو کسانو ته عمومي بخښنه اعلان کړه، خو د بشري حقونو فعالان وايي، طالبانو په ځینو سیمو کې یو شمېر کسان له محاکمې پرته ووژل.