هند او ایران افغانستان کې د یو 'ټولشموله سیاسي نظام' غوښتنه تکرار کړه

د عکس سرچینه، Dr. S. Jaishankar/twitter
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي لندن
د ایران او هند د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د یوه استازي سیاسي سیستم او دولت د رامنځته کېدو پراړتیا ټنیګار کړی دی. د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دغه راز یو ځل بیا ژمنه کړې چې د چاه بهار بندر پراخولو لپاره به ګډ کار وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان نوي ډيلي ته په خپل سفر کې له خپل هندي سیال وجی شنکر سره په ليدنه کې پر دې موضوع خبرې کړې دي.
هند ته د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سفر په مناسبت د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، دوړاو وزیرانو د دوه اړخیزو اړیکو تر څنګ پر سیمه ییزو مسایلو هم خبرې کړې، چې افغانستان ته د سملاسي بشري مرستو رسولو موضوع هم پکې شامله ده.
د ایران بهرنیو چارو وزارت هم په دې هکله یوه اعلامیه کې ویلي، د دواړو وزیرانو په لیدنه کې د افغانستان پر سوله او ثبات خبرې شوې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي په دې لیدنه کې ''له اوسني سخت اقتصادي وضعیته د وتلو لپاره په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت تشکیل د خپل هېواد برخلیک ټاکلو لپاره د ټولو قومونو او ډلو د ګډون غوره لار وبلل شوه. ''
د هند بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزارتونو پلاویو په لیدنه کې د چاه بهار بندر رغاونې چارو کې د همکارۍ ژمنه تازه شوې، چې د اعلامیې په ټکو په وچه کې د ایسار افغانستان او مرکزي اسیا لپاره مهمه سوداګریزه لاره ده.
په اعلامیه کې ویل شوي، د دواړو هېوادونو کاري ډلې به د دې بندر عملیاتي اړخونو په هکله د خبرو لپاره ژر سره وویني.
په اعلامیه کې زیاته شوې، د هند بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د طبي مرستو او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره د هند له لوري د کووېډ - ۱۹ واکسین اسانتیاوو چمتو کولو له کبله له ایرانه مننه وکړه.
د یادونې ده، چې دواړو هېوادونو له دې مخکې هم په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
هند او ایران هم د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د دواړو هېوادونو ځینو چارواکو کابل ته سفرونه کړي او د طالبانو حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره یې لیدلي دي.
همدا تېره اونۍ د هند د بهرنیو چارو وزارت جګپوړي سکرتر جي، پي، سي نګ د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی و او د طالبانو حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره یې کتلي دي.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي دا پلاوی د دې لپاره کابل ته تللی چې له افغانستان سره د هندي مرستو رسېدو او وېش بهیر وڅاري.










