له ښوونځیو را ګرځول شوې افغانې نجونې: ولې زموږ هیلې وژنئ؟

ځېنو هغو افغانو نجونو بي بي سي پښتو پاڼې ته خپل احساسات لیکلي چې افغانستان کې طالبانو له څه باندې ۲۶۰ ورځو راهیسې له ښوونځیو را ګرځولې دي. د خوندیتابه لپاره یې نومونه او د ښوونځیو ځای ځایګی نه په ډاګه کوو.

کله چې زه ماشومه وم، دعا به مې کوله چې یو څوک را څخه جوړه شي او د خپل هېواد لپاره کار وکړم، د ښوونځي پر لور به وړه وړه کېدم او روانه به وم.

په ياد مې دي، چې څومره پر سختیو به تلم. کله به د ښوونځي تر څنګ چاودنه شوې وه، ډېر بد حالت به مو لیده، خو بیا مې هم د ښوونځي تګ ته نه وه شا کړې.

د ژمي په مو سم کې به دومره تېز باران یا ږلۍ وه، چې ټوله به لمده وم، په اوړي کې به بیا دومره شدیده ګرمي وه، چې له ګرمۍ به مو ټول بدن خولې و.

څپلۍ شکیدلې، بکسه زړه، آن تر دې حده چې کله به مې څپلۍ د لارې په اوږدو کې شکیدلې، نو په لاس کې به مې واخیستې، او پښې لوڅې به کور یا مکتب ته لاړم.

اوس مې دا ځوروي چې له دومره سختیو او کړاونو وروسته، ولې له کوم دلیل پرته زما هیلې او امیدونه په دا سې ډول ړنګوي.

ما خپل ټول ژوند خپلو هیلو او موخو ته وقف کړی و، اخر ولې یو انسان د بل انسان له زړه، نه خبرېږي او یا یې د چغو له اورېدا وروسته هم چپ پاتېږي او هېڅ هم نه کوي؟

زه ځوریږم، زما په څېر زرګونه نورې نجونې هم ځوریږي.

څه وخت او کله به هر څه سمېږي؟ کله به زموږ له ځوریدا لاس اخیستل کېږي؟

دا مې ځوروي چې ولې یو انسان له مغزو، زړه او وجدان درلودو سره سره، بیا هم زموږ پر احساس نه پږهېږي؟ زموږ تورسرو له خیراو نه وېریږي، زموږ له درد او ژړا خوند اخلي.

غواړم ژوند وکړم خو کله؟