له ښوونځیو را کرځول شوې افغانې نجونې: د مکتب د لارو هره کوڅه خړه او بې رنګه ښکاري

ځینو هغو افغانو نجونو بي بي سي پښتو پاڼې ته خپل احساسات لیکلي چې افغانستان کې طالبانو له څو میاشتو راهیسې له ښوونځیو را ګرځولې دي. د خوندیتابه لپاره یې نومونه او د ښوونځیو ځای ځایګی نه په ډاګه کوو.

---

یو وخت و، یوه نړۍ خوشبختي وه. خوشالي وه، د هرې نجلۍ پرمخ موسکا وه. د ښوونځي پر لور به چې تلم، د سهار رڼا به د طلایي رنګ لمر سره خوند کاوه. یوه عادي کوڅه به راته رنکارنګ ښکارېده.

د ژوند رنګونه به مې د ښوونځي پر لارو پیدا کول او کله به چې ښوونځي ته لاړم هغه ټولې روښنایانې به مې له ځانه سره وړلې او پر نورو به مې وېشلې.

اوس د مکتب د لارو هره کوڅه خړه او بې رنګه ښکاري. کله په ژړا شم او وایم، څنګه دا کوڅې دومره بې خونده کېدای شي. څنګه دومره ژر هغه ورځې په خاطرو بدلېدای شي. ایا! دا ژوند به همداسې په بې رنګۍ دوام ومومي؟

ایا! بیا به هېڅکله د ښوونځي پر لارو لاړې نه شو؟

سخته ده چې دا هر څه دې ومنم. سخته ده، دا ومنم چې زه به سبا بیا د کوټې په کونج کې ناسته اوسم او ژاړم به!

پخوا مې هیله دا وه چې د سمندر تر غاړې کېنم او د څپو سره یې سم موزیک جوړ کړم. مګر اوس مې هیلې او امیدونه ان خوبونه مې ښوونځي ته له بېرته تګ راګرځېدلي دي.

زه به نوره څومره ځورېږم او نړۍ به نوره څومره چپه پاتې کېږي؟

د دولسم ټولګي زدکونکې