تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نجونو ښوونځیو بند پاتېدو ته د کورنیو او زدکوونکو غبرګونونه
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
'د شپې یې څو ځلې اوتو کړي کالي واړول راواړول، ډېره خوشاله وه چې سبا ښوونځي ته روانه ده. خو سهار چې له کوره ووتله، لږ وروسته سرې سترګې بېرته راغله'.
دا خبرې له کابله یوې خور د خپلې کشرۍ خور شبنم په اړه راته وکړې. په رپوټ کې د ځينو کسانو پېژندګلو د امنیتي ستونزو له وېرې پټه ساتل شوې او نومونه یې مستعار دي.
"نجونو ژړل او کور ته نه تلې":
نن سهار د زرګونه مکتبي افغان نجونو لپاره د خوښۍ سهار و. له شاوخوا شپږ میاشتیني ځنډ او ژمنیو رخصتیو وروسته یې پر مخ د ښوونځي دروازې بېرته پرانېستل کېدلې. هغه هیلې یې بیا په غوړېدو وې چې د طالبانو له راتګ سره د ښوونځيو د بندېدو له کبله مړاوې شوې وې. ځينې له ډېرې خوشالۍ د ښوونځي له وخته یو څه وختي تللې وې چې خپلو خورلڼو ټولګیوالو سره وګوري او بیا یوه بله په غېږ کې ونیسي او د خپلو ټولګیو له څوکیو ګرد څنډ وهي.
د کابل د سیدنورمحمد شاه مېنې د نجونو لیسې یوې زدکوونکې راته وویل، په تمه وه د ښوونځي زنګ به وکړنګېږي او ټولې به ټولګیو ته ننوځي خو خبره نه وه چې طالبانو خپله ژمنه بدله کړې ده:
"موږ چې سهار ښوونځي ته لاړو نو د ټيټو صنفونو نجونې هم وې. ښوونکې مو راته وویل چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې بېرته کورونو ته لاړې شئ. ډېرې نجونې په ژړا شوې. کور ته نه تلې، خو استادانو زارۍ ورته وکړې چې لاړې شئ ځکه چې دوی هم بې وسه دي".
د شبنم په نوم د یوې زدکوونکې مشرې خور راته وویل چې د خپلې خور په سترګو کې یې سهار ښوونځي ته د تګ د خوښۍ ځلا لېدلې وه خو چې بېرته راستنه شوه نو سترګې یې له اوښکو ډکې وې:
'د شپې یې څو ځلې اوتو کړي کالي واړول راواړول، ډېره خوشاله وه چې سبا مکتب ته روانه ده. خو سهار چې له کوره ووتله، لږ وروسته سرې سترګې بېرته راغله'.
عکس: د مریم د کالیو عکس
د یوولسم ټولګي زده کوونکې مریم وايي، چې ۱۸۷ ورځې له خپل ښوونځي لرې پاتې شوې خو کله چې د ښوونځيو له بېرته پرانېستل کېدو خبره شوه نو مور ته یې وویل چې نوي کالي ورته وکړي. مور یې په خوشالۍ ورته وکړل.
"هیلې مې بېرته ژوندۍ شوې وې. کالي مې اوتو کړل او دوه ورځې مخکې مې ځان ته المارۍ کې کېښودل. خو زه څه پوهېدم چې موږ به د مکتب له دروازې بېرته شړل کېږو. په دې ګناه چې موږ نجونې یوو او بې غرضه یوو".
یوازې خويندو نه بلکې وروڼو، پلرونو او ترونو هم د خپلو خويندو، لوڼو او ورېرو په ننګ د طالبانو دا پرېکړه غندلې ده او نجونو ته یې د تعلیم حق ورکولو لپاره پر خواله رسنیو غږ اوچت کړی دی.
ځينو پر فېسبوک د خپلو پروفایلونو رنګ تور کړی او "زموږ لوڼې ښوونځي ته پرېږدئ" شعار یې پرې لیکلی دی. ځينو وروڼو له خپلو خويندو سره اخېستل شوي هغه عکسونه پر خواله رسنیو خپاره کړي دي چې خور یې په ښوونځي یا پوهنتون کې د ښو نمرو اخيستلو له کبله ستایل شوې او یا د فراغت سند ورکړل شوی دی.
د یادولو ده چې د طالبانو حکومت له ژمنې سره سم باید سر له ننه (د وري له درېيمې) په سړو سیمو کې ټولې یاني له شپږم ټولګي پورته نجونې هم ښونځيو ته پرېښودل شوې وای خو اوس یې دغه پرېکړه تر "بیا اعلانه" یاني نامالومې مودې ځنډولې ده او لامل یې هم ځينې "تخنیکي ستونزې" بللې دي.
د طالبانو د حکومت دې پرېکړې که یو خوا د مکتبي نجونو زړونه دردولي نو بلخوا یې د دوی کورنۍ او د ښځو حقونو فعالان قهرولي او په کور دننه او بهر یې هم له غوسې ډک پراخ غبرګونونه درلودلي دي.
"چادرۍ کې تګ مو هم قبول و خو چې ښوونځي ته مو پرېږدي"
د ښځو حقونو ځینې فعالانې وايي چې د ښوونځيو د پرانیستلو په اړه د طالبانو پرېکړې هیله منې کړې وې او دوی د تعلیم حق د ترلاسه کولو لپاره ان په چادرۍ یا برقې کې هم ښوونځي ته تګ ته زړه ښه کړی و خو په خبره یې اوس داسې ښکاري چې "طالبان پخپلو ژمنو کې صادق نه دي او نه دي بدل شوي".
د ښځو حقونو فعاله او د تېر حکومت یوه چارواکې نرګس حسنزۍ وايي، "زما په ګډون ټولې افغان نجونې ډېرې هیله منې وې چې ښوونځي به یو ځل بیا د نجونو په مقابل کې پرانیستل کېږي او دوی به ښوونځي ته ځي. خو نه، زموږ ټولې هیلې یو ځل بیا خاورې شوې".
یوه بله فعاله محبوبه اکبر وايي، چې په شاوخوا شلو کلونو کې په چادرۍ کې ښوونځي او پوهنتون ته تللې او د ماسټرۍ تر کچې یې زدکړې کړې دي. د دې په خبره، "چادري زموږ فرهنګ نه دی خو دا چې د زمانې جبر و او ما ته مې زدکړو لومړیتوب درلود، دا هر څه مې په ځان ومنل. نو نن مو په کوم دلیل د چادرۍ والا نجونې بېرته کورونو ته واستولې؟"
د اغلې اکبر په څېر ګڼ کسان پر ټوېټر او فېسبوک له هغه ټرېنډ سره یو ځای شوي دي چې له طالبانو یې نجونو ته د زدکړې د حق ورکولو غوښتنه کړې ده. له سهار راهیسې (زدکړې د ټولو لپاره، د نجونو ښوونځي پرانېزئ) په څېر څو ټرېنډونه روان دي. دوی د طالبانو حکومت ملامت کړی چې په شاوخوا اوو میاشتو کې نه دی توانېدلی چې د دغو ښوونځیو لپاره طرحه جوړه کړي نو د دوی په ټکو "د هېواد چارې به څه سمبال کړي".
"دا کیسه په ټول وطن ده، یوازې په موږ نه ده"
له کابله راسره د غږېدونکې یوې زده کوونکې خبرې لا هم له هیله مندۍ ډکې وې. ویل یې چې، "د دغه وطن لپاره زلمیو ډېرې قربانۍ ورکړې دي. موږ به هم قرباني ورکړو. دا ورځ خو یوازې په موږ نجونو نه ده راغلې بلکې په ټول وطن راغلې ده، ګالو به یې او صبر به کوو".