تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د خبریالانو ټولنې: طالبان باید کابل کې د بې درکه شوي خبریال په هکله ځواب ووايي
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
د بې پولې خبریالانو نړیوالې ټولنې په یوه ټویټر پیغام کې له طالبانو غوښتي چې کابل کې د یوه لادرکه شوې خبریال په اړه ځواب ووايي او د هغه درک معلوم کړي.
د ځايي ورځپاڼې صبح کابل خبریال علی اکبر خیرخوان له تېرې سې شنبې راهیسې لادرکه دی او کورنۍ یې د هغه په اړه هیڅ معلومات نه لري.
افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره نی وايي دې وضعیت اندېښمن کړي او دا د طالبانو د ادارې مسؤولیت دی چې د خبریالانو امنیت تامین کړي. خو د طالبانو امنیتي مسؤولین وايي د دوی کسانو کوم خبریال نه دی نیولی.
د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي چې د صبح کابل ورځپاڼې د خبریال او انځور اخستونکي علي اکبر خیرخواه د برخلیک په اړه جدي اندېښنه لري او له طالبانو غواړي چې د دې خبریال د ژر تر ژره موندلو لپاره خپلې ټولنې هڅې وکړي.
صبح کابل ورځپاڼې ویلي چې ښاغلی خیرخواه تېره سې شنبه د رپوټ چمتو کولو لپاره له دفتره بهر وتلی خو بیا نه دی راستون شوی. ورځپاڼه زیاتوي د هغه کورنۍ او ورځپاڼې له طالب چاروکو د هغه په اړه پوښتلي خو د هغه د برخلیک په اړه یې معلومات نه دي ترلاسه کړي.
افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره نی مسؤول ظریف کریمي وايي نه پوهیږي چې ولې هغه لادرکه شوی ، خو وايي رسنۍ او خبریالان د داوړ پېښو په اړه جدي اندېښنې لري.
نوموړی وايي: ''خبریالان هره ورځ له ویرې او وحشت سره مخامخ دي. موږ نه پوهیږي چې د خبریالانو د ورکولو تر شا د چا لاس دی او ولې حکومت د دې کسانو نیولو کې خپل مسؤولیت نه ترسره کوی او یا دا ده چې د هغو کسانو د نیولو لپاره اراده نشته چې خبریالان د شخصي یا سلیقوي دلایلو له امله تښتوي او یا یې لادرکه کوي. ''
نوموړی وايي د خیرخواه کورنۍ او د دوی بنسټ له طالب چارواکو سره په اړیکه کې دي ، او دا پوښتنه کوي چې ولې په کابل کې یو خبریال لادرکه کیږي او امنیتي چارواکي پرې خبر نه دي. خو طالبانو تر اوسه د هغه د برخلیک په اړه دوی ته څه نه دي ویلي.
خو کابل کې دامنیه قوماندان ویاند خالد ځدراڼ بي بي سي ته په یوه لیکلي پیغام کې وویل چې د دوی کسانو کوم خبریال نه دی نیولی.
افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره نی مسؤول ظریف کریمي وايي، چې که څه هم د رسنیو د سرغړونو د کمیسیون د فعالولو ژمنه شوې خو دوی ډاډه نه دي چې له دې لارې به ستونزې هوارې شي، ځکه دی وايي اصلي ستونزه قانوني خلا ده چې باید ډکه شي.
نوموړی وايي رسنۍ نسبي ازادي لري خو که نیوکه وشي نو بیا رسني او خبریال له ستونزو مخک کیږي.
''رسنۍ نسبي ازادي لري خو واقعي ازادي نه لري چې وکولی شي پر دولتي ادارو نیوکې وکړي. دا ځکه چې موږ لیدلي کله چې یوې رسنۍ پر کومه حکومتي اداره نیوکې کړي، له هغې رسنۍ یا د خپرونې له جوړوونکي پوښتنې شوې یا په یو ډول د هغې خپرونې بندولو ته اړویستل شوي دي. د تېر حکومت پر تله پر اوسني حکومت نیوکې ډېر لږ ځای لري.
طالبانو د بیا واک ته رسېدو په پیل کې رسنیو ته وویل چې هغه څه دي نه خپریږي چې له ملي ګټو، اسلامي شریعت او د ټولنې کلتور سره په ټکر کې وي.
که څه طالبانو وار په ټېنګار ویلي چې رسنۍ او خبریالان ازاد دي، خو په تېرو نهو میاشتو کې د خبریالانو د وهلو ټکولو، نیولو او له هغوی سره د زور زیاتې پېښې رپوټ شوي دي.