طالبان: د حجاب په اړه د کرزي خبرې د تبصرې وړ نه دي

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر هغو څرګندونو غبرګون ښودلی چې وايي، تلویزیونونه باید د خپلو ښځینه ویاندانو د خپرونو وړاندې کولو پرمهال د طالبانو له لوري د مخ پټولو پرېکړه ونه مني.‌

امر بالمعروف وزارت په تازه څرګندونو کې د حجاب په اړه د ښاغلي کرزي خبرې د تبصرې وړ نه دي بللې، چې په وینا یې "هغه (کرزي) په تېرو شلو کلونو کې د پردیو د خوشحالولو لپاره نورو افغان خویندو ته د هر ډول ازادۍ غوښتنه کوله او اسباب یې ورته برابرول، خو خپله کورودانه یې تر پایه په رسنیو کې داسې را ښکاره نه کړه چې له نورو یې غوښتل".

له دې مخکې د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي ویلي و، تلویزیونونه باید د دوی د ښځینه ویاندویانو لخوا د خپرونو وړاندې کولو پر مهال د مخ پټولو پرېکړه ونه مني‌،‌ ځکه د نوموړي په ټکو دا ډول حجاب د افغانستان د فرهنګ برخه نه ده.

ښاغلی کرزی له طالبانو غواړي چې پر خپلې دې پرېکړې بیا کتنه وکړي،‌ ځکه د نوموړي په خبره افغانستان او د دغه هېواد حیثیت ته زیان رسوي.‌

د افغانستان مخکینی ولسمشر زیاتوي چې افغان مېرمنو تل حجاب مراعت کړی، ‌خو څادري او د مخ پټول حجاب نه،‌ بلکې د نورو هېوادو فرهنګ دی،‌ چې په تېرو دوو - دریو پېړیو کې افغانستان ته وارد شوی.

همدا رنګه ښاغلي کرزي ویلي چې د نجونو زدکړې افغانانو لپاره دپرتمین ژوند بنسټ جوړوي او "هېڅ ډول معامله پرې نشي کېدای.‌"

هغه د سي اېن اېن کرسټین امانپور سره مرکه کې ویلي طالبان باید پر دې پوه وي چې افغانان به هېڅکله ورسره دا پرېکړه ونه مني.‌

ښاغلی کرزی وایي‌، دا هم د طالبانو او هم د افغانستان په ګټه ده چې نجونې هر څومره ژر شونې وي،‌ ښوونځیو ته ستنې شي.‌

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې "دېبورا لاینز" وایي‌ طالبان د نجونو د زدکړو په اړه یوه خوله نه دي.‌

د یوناما مشرې له سي این این تلویزیون سره وروستۍ مرکه کې ویلي د طالبانو مشران د یوه حکومت په توګه د نجونو د زدکړه په اړه یوه خوله نه دي.

اغلې لاینز وايي، د طالبان حکومت له شپږم ټولګي پورته له ښوونځیو د نجونو راګرځولو ته توجیه او همدا راز دې برخه کې پرمختګ ته مشخص پلان نه لري.‌

نوموړې زیاتوي،‌ واک ته د طالبانو له بیا رسېدو نږدې لس میاشتې کېږي‌ چې د نجونو پر مخ د منځنیو او ثانوي ښوونځیو دروازې تړلې.

د ملګرو ملتونو دا لوړ پوړې چارواکې وايي افغانستان د نړۍ پر مخ یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له زدکړو راګرځول شوي او طالبان پر دې پوه دي چې دا موضوع نړیوالې ټولنې ته مهمه ده.‌

هغه زیاتوي،‌ د نجونو زدکړې یې طالب مشرانو سره د هرې لیدنې مهمه برخه وی.‌

د افغانستان مخکینی ولسمشر او د یوناما مشره دا څرګندنې داسې مهال کوي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني تېره اوونۍ له همدغه سي این این سره مرکه کې ویلي و، د دوی حکومت کې یو کس هم د نجونو د زدکړو مخالف نه دی.‌

هغه زیاته کړې وه چې پر یوه میکانیزم کار روان دی چې بشپړېدو سره به یې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي پرانیستل شي.‌ خو تر اوسه روښانه نه ده چې کله به ښوونځي پرانیستل کېږي.

د طالبانو لخوا افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړل کېدو،‌ مېرمنو ته د حجاب جبري کېدو او له محرم پرته له هېواده د ښځو پر وتلو بندیز،‌ د دوی حکومت سره د نړۍ له وړاندې سړې اړېکي لا پسې ترینګلې کړې.

"تلویزیونونه باید د مخ پټولو امر ونه مني"

حامد کرزی او دېبورا لاینز دغو مرکو کې د ښځو د حجاب پر جبري کېدو،‌ نړۍ سره د طالبانو حکومت پر اړیکو او نورو موضوعاتو هم غږېدلي دي.‌

ښاغلی کرزی وايي‌ تلویزیونونه باید د دوی د ښځینه ویاندویانو لخوا د خپرونو وړاندې کولو پر مهال د مخ پټولو پرېکړه ونه مني‌،‌ ځکه د نوموړي په ټکو دا ډول حجاب د افغانستان د فرهنګ برخه نه ده.‌

هغه له طالبانو هم غواړي چې پر خپلې دې پرېکړې بیا کتنه وکړي،‌ ځکه د نوموړي په خبره افغانستان او د دغه هېواد حیثیت ته زیان رسوي.‌

د افغانستان مخکینی ولسمشر زیاتوي چې افغان مېرمنو تل حجاب مراعت کړی، ‌خو څادري او د مخ پټول حجاب نه،‌ بلکې د نورو هېوادو فرهنګ دی،‌ چې په تېرو دوو - دریو پېړیو کې افغانستان ته وارد شوی.‌

ښاغلی کرزی د تېر افغان حکومت د سقوط په اړه وایي د امریکا ځینې ‌اعلامیې، پرېکړې، کړنې، قطر کې د مذاکراتو څرنګوالی، تر هغې وړاندې افغانستان کې د امریکایي‌ پوځیانو عملیات او د پاکستان پر کړنو سترګې پټول د دې لامل شو،‌ چې حکومت وپرځېږی.‌

هغه د اګست پر ۱۵مه د مخکیني ولسمشر اشرف غني‌ وتل هم د حکومت د سقوط لامل ګڼي او وايي‌ دغه کار د واک د سوله ییز او مشروع لېږد او یا د واک شریکېدو مخه ونیوه،‌ چې هوکړه پرې شوې وه.‌

دا په داسې حال کې ده چې همدا تازه د تېر حکومت د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب بي بي سي سره مرکه د اګست پر ۱۵مه د ولسمشر د وتلو د پرېکړې ننګه کړې.‌

ښاغلي محب ویلي چې که مخکیني ولسمشر له کابل نه وای وتلی،‌ کوڅه په کوڅه جګړه پېښېده. ‌