تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پنټاګون: افغانستان ته ۱۱ ځانګړې شوې چورلکې اوکرایین ته ورکوو
د امریکا دفاع وزارت وایې اوکرایین ته د نورو پوځي وسایلو ترڅنګ، یولس هغه ایم آی اوولس روسۍ چورلکې ورکوي چې افغانستان ته یې ساتلې وي.
د پنټاګون ویاند جان کربي په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل: "دغه یولس ایم ای اوولس د افغانستان لپاره په پام کې نیول شوې وي، تیارې موجودې دي له زیرمو یې را وباسو، او دا چې افغانستان ته مو و نه لیږلې نو اوس یې اوکراین ته استوو."
پنټاګون وایې، له دې وړاندې د تېر کال په وروستیو کې هم افغانستان ته ځانګړې شوې پنځه ورته چورلکې اوکرایین ته ورکړل شوې دي.
امریکا له دې وړاندې افغانستان ته له د غو چورلکو ۳۲ ورکړې کړي او د هوکړې له مخې ټاکل شوې وه، په راتلونکو کلونو کې د نورو چورلکو او الوتکو ترڅنګ ډيرې نورې ایم ای اوولس ډول هم افغان هوایي ځواک ته ورکړي.
خو د تېر اګست له پنځلسمې وروسته، کله چې په افغانستان کې نظام واوښت او ورسره د امریکا او افغانستان ترمنځ د پوځي همکاریو تړونونه وځنډېدل، دغه هیواد په افغانستان کې د طالبانو له اوسني حکومت سره پوځي مرستې هم بندې کړې.
د شمېرو له مخې، افغانستان د جمهوریت پر مهال افغان هوایي ځواک ټول ټال نږدې ۱۶۷ پوځي الوتکې او چورلکې درلودې چې ډيرې یې په وروستیو کلونو کې له امریکا تر لاسه کړې وي.
خو د طالبانو له وکمنېدو وروسته، ډېر زیان د افغان پوځ هوایې ځواک ته واوښت، ډيرې چورلکې او الوتکې خپله د بهرنیو ځواکونو لخوا ویجاړې شوې او یو شمېر نورې هم شمالي ګاونډيو هیوادونو تاجکستان او اوزبکستان ته واړول شوې.
طالب چارواکي وایې، دا مهال په تاجکستان او اوزبکستان کې د افغانستان نږدې ۴۰ چورلکې او الوتکې ولاړې دې او باید بېرته افغانستان ته ور وسپارل شي.
که څه هم یادو هېوادونو په رسمي توګه پدې تړاو څه ندي ویلي چې بېرته به د طالبانو لخو اداره کېدونکي حکومت ته دغه الوتکې سپاري او کنه خو دا یې ویلي چې د دوی خاورې ته په ناقانون ډول ور اوښتې وې.
امریکا بیا ویلي، د دغه الوتکو په اړه پرېکړه وروستۍ شوې او دا چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته به بېرته نه ورکول کیږي.
افغانستان کې دا مهال له ۷۰ زیاتې چورلکي او الوتکې پاتې دي چې یوه برخه یې له کاره لویدلې ولاړې دي او له نورو یې طالبان کار اخلي.
له امریکا سره شته روسۍ جوړې ایم آی اوولس چورلکې د تاتاریستان جمهوریت په لوی ښار کازان کې جوړیږي او له دې وړاندې د روسي پوځ له خو پر امریکا پلورل شوې دي.
خو امریکا اوس غواړي د روسې خپلې جوړې چورلکې د اوکرایین په جګړه کې بېرته د روسیې پر وړاندې وکارېږي.