د طالبانو اوزبک توکمه قوماندان مخدوم عالم خوشې شوی

د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي تائید کړې چې د دوی یو اوزبک توکمه قوماندان مخدوم عالم چې د "سړي تښتونې" په تور نیول شوی و، خوشې شوی دی.

د طالبانو یوه بل اوزبک توکمه قوماندان صلاح الدین ایوبي بي بي سي ته ویلي چې ښاغلی عالم د ده په منځګړیتوب راخوشې شوی.

صلاح الدین ایوبي ویلي پر مخدوم عالم د "سړي تښتونې" لګول شوی تور یوه "توطیه" وه، خو په دې اړه یې جزیات ورنکړل چې دا توطیه د چا خوا او د څه لپاره جوړه شوې وه.

هغه دا راز زیاته کړې چې له ښاغلي عالم سره یو ځای د فاریاب شیرین تګاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو د امنیت پخوانی نیول شوی قوماندان 'قاري اسماعیل' هم بېرته خوشې شوی دی.

د یادونې ده چې د مخدوم عالم د نیول کېدو له کبله د افغانستان شمال او په ځانګړې ډول فاریاب کې پراخ اعتراضونه شوي وو.

هغه مهال د طالبانو د وياند مرستيال انعام الله سمنګاني ويلي وو، د دوی استخباراتو داسې شواهد موندلي چې د دوی دغه پياوړي سيمه ييز قومندان (مخدوم عالم) په "اختطاف او انسان تښتونه" کې لاس لري او اوس يې موضوع تر څېړنې لاندې ده.

ښاغلي سمنګاني زياته کړه وه، عالم مخدوم د طالبانو د استخباراتو له خوا نيول شوی او کابل ته لېږدول شوی دی.

هغه مهال د طالبانو د دفاع چارسمبالي وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد هم د مخدوم عالم نیول کېدو او تر هغې وروسته فاریاب ولایتون کې لاریونو ته په اشارې یوې غونډې ته ویلي و چې که نوموړی بې ګناه وي نو دی یې ملاتړی او بېرته به خوشې شي، خو که ګناه پرې ثابته شوه نو خامخا به سزا ورکول کېږي.

د مخدم عالم په هکله ویل کېږي، چې د طالبانو له مهمو ځايي قومندانانو دی، چې مخکې یې د دې ډلې د والي نظامي کمېسیون د غړي په توګه دنده تر سره کړې.

د رپوټونو له مخې هغه د مخکیني حکومت ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جوزجان، سرپل او فاریاب په جګړو کې یې هم مهم رول درلود.

نظامي محکمه

د طالبانو د دغه مخکښ سیمه ییز قوماندان د خوشې کېدو خبر داسې مهال ورکړ شوی چې دوی پر همدې ورځ د خپلو ځینو اړوندو کسانو د نظامي محاکمې او پر بند د محکومېدو خبر ورکړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې له دې ډلې ۷ تنه د سړي تښتولو، یو تن د وژلو، یو د جعلکارۍ، یو د غلا او یو شمېر نور کسان د بېلابېلو جرمونو له کبله په حبس او نورو سزګانو محکوم شوي دي.

په اعلامیه کې مشخص شوې نه ده چې پر دغو کسانو د محکمې حکم د شرعي حدودو او احکامو په بنسټ پلي شوی، که د افغانستان د پخواني حکومت د جزا قانون له مخې.

دا هم معلومه نه ده چې دغه کسان په کومه کچه نظامیان وو، او د طالبانو له حاکمیت وړاندې یې جرمونه ترسره کړي که وروسته.

طالبانو د تیر کال په عقرب میاشت کې اعلان وکړ چې د دوی د مشر ملا هیبت الله د فرمان په بنسټ یې یوه نظامي محکمه جوړه کړې وه، چې ټولنه اصلاح، شرعي نظام تنفیذ او الهي احکامو پلي کړي. ددې محکمې رییس عبیدالله نظامي او سید اغاز او زاهد اخوندزاده یې قاضیان دي.