تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کډوال: یونان په زور د افغان کډوالو شړلو لپاره "د نورو هېوادونو خلک کارولي"
د بشري حقونو څار بنسټ په یوه تازه رپوټ کې ویلي، د یونان حکومت له خپلې خاورې د افغان پناه غوښتونکو د شړلو لپاره د درېیم هېواد وګړي ګومارلي.
دغه کسان چې ویل کېږي په عربي ژبه خبرې کوي، افغان کډوال په کوچنیو بیړیو کې د یونان او د ترکیې ترمنځ پولې ته استولي دي.
د بشري حقونو څار بنسټ له هغو یو شمېر افغان پناه غوښتونکو سره چې په زور له یونان نه شړل شوي، خبرې کړې دي.
دې بنسټ له اروپايي کمېسیون غوښتي دې چې دې برخه کې چټک ګامونه واخلي. خو د یونان حکومت په دې ډول کړنو کې له لاس لرلو انکار کړی دی.
د بشري حقونو څار بنسټ د ۲۰۲۱ کال له سیپټمبره د ۲۰۲۲ کال تر فبرورۍ له ۲۶ افغان پناه غوښتونکو سره خبرې کړې دي.
دغو کسان ویلي، د ترکیې پولې ته په زور شړل شوې دي. له دې ډلې ۱۶ یې د بشري حقونو څار سازمان ته ویلي، بیړۍ چلوونکو په عربي ژبه یا هم د سویلي اسیا د هېوادونو په ژبو خبرې کولې.
له هغو کډوالو سره چې خبرې ورسره شوې وایي، د شړلو په مهال یوناني پولیسو ځورلي دي.
د بشري حقونو څار سازمان په رپوټ کې ویل شوي، په ډېرو برخو کې له کډوالو جامې اېستل شوې، پیسې، ټلیفون او نور توکي ترې اخیستل شوې دي.
د سازمان په رپوټ کې راغلي چې کډوال وروسته په کوچنیو بېړیو کې د یونان او ترکیې ترمنځ د اېوروس په نامه سیند ته ګرځول شوي دي چې ترکیې ته ستانه شي.
هغه کسان چې بیرته شړل شوې دي، په یونان کې ثبت شوي نه دي او له همدې امله یې د پناه غوښتنه نه شوای کولی.
د بشري حقونو څار بنسټ کې د کډوالو او پناه غوښتونکو د حقونو د برخې مشر بيل فری لیک وایي: " د یونان حکومت له دې مسوولیته ځان نه شي خلاصولی چې دا کسان یې په ناقانونه ډول شړلي او د دې کار لپاره یې نور کسان ګمارلي وو"
نوموړی زیاتوي، اروپایي کمېسیون باید د یونان پر ضد قانوني بهیر پیل کړي ځکه په وینا یې د ارویايي ټولنې قوانین په ډلېزه ټوګه د کډوالو د شړلو اجازه نه ورکوي.
ګڼ شمېر افغان کډوال د ترکیې له لارې اروپايي هېوادونو ته ځي. په دا وروستیو کې ورځو کې د رپوټونو له مخې په ایران هم له افغان کډوالو سره د بدل چلن خبرې کېږي.
له هغې راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوې دي، له دغه هېواده د خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو د وتو کچه په کمسارې ډول لوړه شوې ده.
اروپا ته پر مرګونو لارو سفرونه له لویه سره په افغانستان کې د روزګار د نشتوالي له امله کېږي او ځینې یې له وېرې هم له وطن وځي.