تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا: د پوتین سلاکاران له ډاره هغه ته د اوکرایین جګړې په هکله رښتیا نه وايي
امریکا کې سپینه ماڼۍ وايي، د ولسمشر پوتین سلاکاران هغه ته له ډاره په اوکرایین کې د جګړې ناوړه بڼې په هکله کره معلومات نه ورکوي او غولوي یې.
سپینه ماڼۍ دغه راز وايي، داسې استخباراتي معلومات لري، چې ښيي د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین او د روسي پوځي مشرتابه تر منځ تاوتریخوالی شته او پر روسي اقتصاد د بندیزونو بشپړ اغېز په هکله هم نوموړي ته سم معلومات نه ورکول کېږي.
د سپینې ماڼۍ ویانده کاتي بیډینګفیلډ وايي، امریکا داسې معلومات موندلي چې ښيي ''ښاغلی پوتین د روسیې پوځ لخوا غولېدل محسوسوي '' او له همدې کبله ''د ښاغلي پوتین او روسي پوځي مشرتابه تر منځ تاوتریخوالی پرلپسې ډېرېږي. ''
نوموړې زیاتوي:
''د پوتین جګړه داسې لویه تېروتنه وه، چې په اوږده مهال کې یې روسیه کمزورې کړه او په نړیوال ډګر کې یې په پرلپسې ډول ګوښیتوب ته ټېلوهله. ''
بل لور د بریتانیا یوه استخباراتي اداره وايي، په اوکرایین کې په جګړه د بوختو روسي پوځیانو د مورال کچه ټیټه شوې، د تجهیزاتو له کمي سره مخامخ دي او د امرونو له منلو سرغړونه کوي.
د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کریملین تر اوسه د دې ارزونو په هکله څه نه دي ویلي.
د بریتانیا سایبر استخباراتو ادارې 'جي سي ایچ کیو ' مشر جیرمي فلېمینګ وايي، روسیې په پراخه کچه د وضعیت په ارزونه کې تېروتنه کړې او روسي چارواکي اړ شوي چې پر خپلو پرېکړو ''پاموړ بیا غور وکړي. ''
پر پنجشنبه اتریش کې په یوه کم سارې وینا کې نوموړي وویل، اوکرایین کې محاصره شویو روسي پوځیانو خپل تجهیزات ویجاړ کړي او په تېروتنه یې خپله الوتکه وېشتلې ده.
نوموړي چین ته خبرداری ورکړ، چې له روسیې سره پر اوکرایین د دې هېواد له یرغل وروسته ډېره نژدې ملګرتیا و نه کړي، ځکه په وینا یې دا ډول اتحاد به په اوږده مهال کې د بیجینګ لپاره ګټه و نه لري.
د جګړې له ډګره بیا اوکراییني او امریکايي چارواکي وايي، روسي ځواکونو په پرلپسې ډول د پلازمېنې کیېف له شاوخوا لېرې کېږي، چې په وینا یې ښايي هدف یې د اوکرایین پر ختیځو سیمو د تمرکز ډېرول وي.
په ورته مهال د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي هم وايي، هېواد یې د یوه نوي روسي یرغل پر وړاندې دفاعي سنګرونه چمتو کوي.
نوموړی وايي، روسي ځواکونه قوت راټولوي او کېدای شي د اوکرایین په ختیځ دنباس سیمه کې تازه بریدونه وکړي.