احمد مسعود: طالبانو له موږ یوازې د تسلمېدو او بیعت غوښتنه کړې

د ملي مقاومت په نامه د طالبانو ضد جبهې مشر احمد مسعود په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې له طالبانو سره د دغې ډلې خبرې بريالۍ نه وې.

ښاغلي مسعود چې دا څرګندونې يې د نوي لمريز کال په مناسبت خپاره کړي يوۀ ويډيويي پيغام کې کولې وويل، طالبان يوازې د بيعت او يا ورته د تسلمېدو غوښتونکي و.

نوموړي وویل:

''له بده مرغه موږ ته د طالبانو په خبرو کې له دوو موضوعاتو پرته بل څه نه و، لومړی تسلمېدل او دویم بیعت، دوی د هغو حل لارو اوریېدو ته چې د افغانستان ستونزه په بنسټیز ډول حل کړي، یو داسې میکانیزم چې له مخې یې وکولای شو ګډو ژوند وکړو او د سولې فضا رامنځته شي، له بده مرغه چمتو نه و. ''

ښاغلي مسعود د خپلو څرګندونو په اوږدو کې وويل چې د ده په وينا مقاومت او مبارزه به تر هغه دوام وکړي چې يو ټولګډونى او د خلکو د رايو پر بنسټ دولت جوړ شي.

ښاغلي مسعود ژمنه وکړه چې د پخواني حکومت اړوندو ځواکونو د جذب او بېرته منظمولو په برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

طالبانو لا په دې تړاو کوم غبرګون نه دى ښودلى خو د طالبانو وياند وړاندې ويلي چې د دوى دغه مخالفين، په وينا يې، اوس نه ملاتړ، نه امکانات او نه هم جغرافيه په لاس کې لري چې پر وړاندې يې وجنګېږي.