کندهار کې د طالب مشرانو غونډه؛ د 'مشروعیت' لپاره کابینه کې پر بدلون خبرې روانې دي

بي بي سي پښتو پاڼې ته څو سرچینو ویلي، په کندهار کې د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخندزاده په مشرۍ د دې ډلې مهمه غونډه روانه ده.

که څه هم د طالبانو مشر تر اوسه نه دی لیدل شوی، خو د طالبانو له واک راهیسې دا لومړی ځل دی چې د نوموړي تر مشرۍ لاندې دغه ډول ناسته کېږي.

دغه سرچینې چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، وايي لږ تر لږه د طالبانو د کابینې تر ۱۵ وزیران او نور چارواکي په کندهار کې دې ناستې ته وربلل شوي دي.

د طالبانو لومړی وزیر ملاحسن اخوند، مرستیال لومړی وزیر ملا عبدالغني برادر، د دفاع وزیر ملا یعقوب، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د پوهنې وزیر، د روغتیا وزیر، د مالیې وزیر، د سوداګرۍ وزیر، د کانونو وزیر، لوی څارنوال او ځینې نور طالب چارواکي له پرون راهیسې په کندهار کې دي.

بي بي سي پر دې موضوع د طالبانو له ګڼو ویاندویانو د وضاحت ترلاسه کولو هڅه وکړه، خو تر دې دمه د دوی لخوا کوم ځواب نه دی ترلاسه شوی.

د طالبانو حکومت د کابینې ناسته هره اوونۍ د دوشنبې پر ورځ په کابل کې ارګ کې کېږي، خو د دې اوونۍ د کابینې ناسته پرون (دوشنبه) په کندهار کې شوې ده.

د طالبانو حکومت په کور دننه او بهر د مشروعیت له بحران سره مخامخ دی. د بي بي سي د سرچینو له خولې په کندهار کې د غونډو یوه مهمه اجنډا د طالبانو حکومت ته د نړیوال مشروعیت د موندلو هڅه ده.

له هغې راهسې چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوي، تر اوسه هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نړۍ د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره څو مهم شرطونه ټاکلي چې د ټولګډونه حکومت جوړېدل او د ښځو او بشري حقونو بشپړ درناوی یې مهم ټکي دي.

طالبان وايي حکومت یې ټولګډونی دی، خو له لویه سره ټوله کابینه یې طالبان او یا هم طالب پلوي کسان دي.