د افغانستان بشري کړکېچ؛ لسګونه ماشومان له شري او خوارځواکۍ مړه شوي

د روغتیا نړیوال سازمان تېره یوه میاشت کې افغانستان کې د شري د لسګونو زره پېښو د ثتبتېدو خبر ورکړی دی. دغه سازمان ویلي چې له دې کبله د نږدې ۱۶۰ ماشومانو مړینه ثبت شوې ده.

د دې سازمان ویاند کرسټین لینډمیر ویلي د دې احتمال شته چې د مړینو دا شمېر راتلونکو اونیو کې تر دې هم لوړ شي.

ویل شوي چې په شري نږدې ټول اخته ماشومان تر پینځو کلونو کم عمره دي.

د روغتیا نړیوال سازمان دا راپور داسې مهال دی چې تازه غور ولایت کې هم روغتیايي چارواکو د شري او خوارځواکۍ له کبله د ۹۵ ماشومانو د مړینې خبر ورکړی دی.

د غور د ولایتي روغتون چارواکو ویلي چې له دغو ماشومانو ۷۲ د شري او ۲۳ نور د خوارځواکۍ له کبله خپل ژوند بایللی دی.

دوی زیاتوي چې دغه روغتون د بسترو، درملو، روغتیايي کارکوونکو او نورو طبي وسایلو له کمښت سره هم مخ دی.

د غور یو شمېر اوسیدونکي وایي، ډیری کورنۍ خوراکي توکي نه لري نو ځکه یې ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي.

له دې سره د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي چې افغانستان کې د خواړو کمښت خلک د ناروغیو له خطر سره مخ کړي.

تېر اګست کې د طالبانو لخوا پر افغانستان تر ولکې وروسته او د نړیوالو مرستو د درېدو راهیسې افغانستان له بشري کړکیچ سره مخ دی او اقتصادي ستونزې ډېرې شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي ملګرو ادارو یې په هغو سیمو کې د واکسین کمپاین پیل کړی چې د شري ډېرې پېښې پکې ثبتې شوې دي.