د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت: د خلکو پر شخصي حریم تېری کوونکي مامورین به له دندې ګوښه شي

People on a mechanical crane attend to a white signboard outside a building in Kabul

د عکس سرچینه، Reuters

د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکي وايي، که د دې وزارت هر مسوول کس د خلکو پر شخصي حریم تېری وکړي، له دندې به ګوښه شي.

د باختر دولتي خبري اژانس په رپوټ کې د یاد وزارت د ویاند محمد صادق عاکف له قوله ویل شوي، ټولو محتسبینو ته لارښوونه شوې چې د خلکو پر شخصي حریم تېری ونه کړي.

ښاغلی عاکف وايي: ''که چېرې کوم محتسب د خلکو پر شخصي حریم تېری وکړي، له دندې به لرې کېږي او قانوني چلند به ورسره کېږي. ''

د طالبانو امر بالمعروف ونهی عن المنکر وزارت هغه رپوټونه هم رد کړي چې وايي، په هرات کې ښځې کافي رستورانتونو ته له تلو منع شوې دي.

د یاد وزارت ویاند وايي، ''په یوه ځای کې د ښځو او نارینه وو د اختلاط مخنیوی باید وشي. ''

د دې وزارت ویاند له خپلو مامورینو غوښتي چې د خلکو موبایل ټیلیفونونه و نه ګوري او دغه راز د خلکو شخصي حریم ته داخل نه شي.

د یادونې ده، دا وروستیو کې داسې ویډیويي کلیپونه خپاره شوي، چې طالبان د لارویو موبایل ټیلیفونونه ګوري.

د طالبانو ځینې اقداماتو بشري حقونو فعالان د طالبانو وروستيو اقداماتو ته چې په ځینو جوماتونو کې سړو ته د حاضرۍ اچول، پر جَمعې لمونځ ته د خلکو اړ ایستل، او له نارینه محرم پرته له سفره د ښځو مخنیوی پکې راځي، توند غبرګونونه څرګند شوي دي.

له دې مخکې داسې رپوټونو وو چې د طالبانو امر بالمعروف ونهی عن المنکر ادارې لخوا د هرات په دکانونو کې د ښځینه مجسمو شتون له 'حرام ' بلل کېدو وروسته ځینې دکانداران له دې مجسمو سرونه پرې کوي.

رپوټونو کې ویل شوي وو، طالبانو په هرات کې د ښځینه کالیو له پلورنځیو غوښتي چې په دکانونو کې د ولاړو ښځینه مجسمو سرونه له تنه لېرې کړي.

په ځینو نورو ویډیويي رپوټونو کې بیا لېدل کېږي، چې یو شمېر دکاندارانو د دې مجسمو سرونه په تور رنګه ټوکرانو کې نغښتي دي.

دا وروستیو کې طالبانو هغه مجسمې چې د کالیو پلور هټیو کې نندارې ته د کالیو وړاندې کولو لپاره کاروول کېږي، له 'بت پرستۍ ' سره تشبیه کړې او برالا ننداره یې 'غیر شرعي ' بللې وه.

خو د طالبانو د امر بالمعروف وزارت بیا وايي، په هغو کارونو کې له زوره کار اخېستنه یې رسمي تګلاره نه ده، چې دوی یې نېکۍ ته د خلکو هڅونه بولي.

مخکې داسې رپوټونه ورکړل شوي چې هرات کې د طالبانو له توصیې وروسته ځینې دکاندارانو له پلاستکي مجسمو سرونه غوڅ کړي.

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، مخکې داسې رپوټونه ورکړل شوي چې هرات کې د طالبانو له توصیې وروسته ځینې دکاندارانو له پلاستکي مجسمو سرونه غوڅ کړي.

پرون سه شنبه د بي بي سي له متین سمسور سره په دې اړه د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت ویاند، محمد صادق عاکف وویل، د دوی کسان د 'شرعي معروفاتو ' په هکله د عامه پوهاوي په موخه خلکو ته توصیه کوي، خو په وینا یې: ''داسې مو نه دي کړي چې څوک مو د جماعت لمانځه لپاره راکش کړی وي، یا مو څوک د موسیقۍ اورېدو له کبله وهلي ټکولي وي، نه مو چا ته سپکې سپورې ویلې، دا مو هېڅکله نه دي کړي او نه به هم ترسره شي. ''

له دې مخکې د طالبانو له ځینې کسانو پلازمېنه کابل کې هم داسې حال کې ویډیويي کلیپونه اخیستل شوي چې خلکو ته پر ښځو د سفر بندیزونو‌، موسیقۍ له اورېدو د ډډې کولو او د ږیرې په هکله توصیه کوي.

په هرات کې تېره اونۍ د طالبانو امر بالمعروف و نهی عن المنکر ادارې یو شپږ ماده یي لارښود خپور کړ، چې له مخې یې د ګاډو ډرېورانو ته ویل شوي، یوازې هغه ښځې دې لېرې واټن سفر کې ولېږدوي چې حجاب یې مراعت کړی وي او نارینه محرم ورسره وي.

د بشري حقونو فعالان د طالبانو وروستيو اقداماتو ته توند غبرګون څرګند کړی او دا یې د ښځو زندانی کولو په مانا یاد کړي دي.